په شمالي وزیرستان کې له ضرب غضب وروسته نوې عملیات پېل شوي

پاکستاني پوځي چارواکي وايي، چې د وسله والو طالبانو پر مرکز شمالي وزیر ستان کې يې لوی پوځي عمليات پېل کړي، چې په دغه عملياتو کې په لسګونه ټاکونه، له پوځيانو ډک سلګونه رينجرې او جټ الوتکې برخه اخیستې.

راپورونه وايي، چې دغه پوځي عمليات په تېره جمعه (۲۰۱۵ زېږدیز/ مې ۱۵) پېل شوې، څو وسله وال طالبان د دوی له اخري مقاومتځای او غرونو څخه وشړي او دغه سيمه کې سوله او امن راوړي.

ځايي پاکستاني چارواکي او اوسېدونکي زياتوي، چې پاکستاني پوځيان په شمالي وزیرستان کې د طالبانو پر پټنځايونو د ختيځ او سويل لارو بریدونه پېل کړي.

د هندوستان ورځپاڼې (انډيا ټوډی) ليکلي، د دغو عملياتو پر وړاندې قوي ځنګلونه او د شاول دره یو د لويو خنډونو څخه بلل کيږي، ځکه د دغې ورځپاڼې په وينا د شاول دره یو د هغو درو څخه ګڼل کيږي، چې د وزیرستان څخه افغانستان ته په کې قاچاقي مواد هم لېږدول کيږي.

بل خوا د رويټرز خبري اژانس ليکلِ، چې په دغه جګړه کې دپاکستاني جټ الوتکو د بمباريو له امله شاوخوا ۱۵ تنه وژل شوي.

یو پاکستاني پوځي چارواکِ د نوم نه ښودلو په شرط نړېوال رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې : "دا پر شمالي وزیرستان د پاکستاني پوځيانو له لوري لوی پوځي عمليات دي، چې د طالبانو پر ضد د شاولي غرونو او درې په شاوخوا کې پېل شوي."

دغه لوړ پوړی پوځي چارواکی په عملياتو کې هم برخه لري، خو د نظامي ملحوظاتو له مخې يې خپل نوم نه دی اخیستی.

شمالي وزیرستان د ډېر پخوا راهیسې د پاکستاني طالبانو په لاس کې دی او هلته يې ځانونو ته پټن ځايونه جوړ کړي دي.

وسله والو طالبان د وزیرستان پر شاول درې باندې بشپړ کنټرول لري او تل يې له دغو ځايونو پر پاکستانو پوځيانو بريدونه هم کړي دي.

د ويلو ده، چې پاکستاني او افغاني طالبان دواړه د يوې ايډيالوژۍ څخه پېروي کوي، خو پاکستاني طالبان بیا وايي، چې دوی غواړي ټول پاکستان په خپل واک کې ونیسي او په دغه هېواد کې د اټومي قدرت تر لاسه کولو څخه وروسته يو قوي اسلامي حکومت رامنځ ته کړي.

له دې وړاندې کله، چې د ناټو ځواکونه له افغانستانه وتل، نو په بار بار يې له پاکستاني پوځيانو غوښتنه کړې وه، چې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د طالبانو پر ضد پوځي عمليات ترسره کړي.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې په دغه سيمه کې پوځيانو او ټانکونو دوی سخت ويرولي او غواړي، چې د څه مودې له پاره په يوه امن سيمه کې مېشت شي.

همدا اوس د پوځي عملياتو په محل کې، د ټېلفونونو لاينونه قطع شوي، ټول سړکونه بند دي او هيڅوک له کوره بهر نه شي راوتلی.

کله چې اشرف غني واک ته ورسېد، نو د پاکستان سره يې راشه درشه زياته کړه او د دغه هېواد پوځي چارواکو هم څو څو وارې افغانستان ته سفرونه وکړل.

د دغو سفرونو په درشل کې راپورونه خپاره شول، چې افغان حکومت له پاکستاني پوځي چارواکو د طالب وسله والو پر وړاندې د جدي ګامونو اخیستو غوښتنه کړې وه.

خو تر اوسه افغان لوری په دې نه دی قانع شوی چې پاکستاني پوځ د هغه وسله والو طالبانو پر ضد عملي ګامونه اخیستي چې په افغانستان کې بریدونه او وسله واله جګړه پر مخ وړي.

د چارو شننونکي په دې اند دي چې پاکستان غواړي له اوسني فرصت څخه په ګټې اخیستنې هغه وسله والې ډلې وځپي چې د پاکستان له پاره ګواښ دی.

له دې وړاندې پاکستان تېر کال د پاکستاني طالبانو په خلاف د ضرب غضب په نوم په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات پیل کړل چې سلګونه زره کورنۍ یې بې کوره او کډې کولو ته اړ کړې.

وروستي معلومات په ډاګه نه شول چې په دې عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته څومره د سر او مال زیان اوښتی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام