د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د روان کال د زمري میاشتې په پنځمه نېټه به په کابل کې د افغانستان او پاکستان د پوځي چارواکو ګډه غونډه جوړه شي.
د دې وزارت ویاند شکیب مستغني سلام وطندار ته وویل، چې دغه غونډه به د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونو د اپراسیون د رییسانو په مشرۍ جوړیږي او د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې په څرنګوالي، د اندېښنې وړ مسایلو، ګډو ګواښونو او د همغږۍ په موجودیت به خبرې وشي.
په داسې حال کې دغه غونډه جوړېږي، چې له دې مخکې د افغانستا او پاکستان د چارواکو تر منځ ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې دوه اړخیزې، درې اړخیزې او څلور اړخیزي رسمي غونډې شوي دي، خو پایله یې نه ده معلومه شوې.
د چارو شنونکی کابل خان تدبیر په دې اړه وايي، چی اوسمهال حالاتو بدلون کړی او پاکستان د نړیوالې ټولنې تر فشار لاندې دی او افغان لوری د پخوا په پرتله په دې برخه کې تخصصي شوی دی.
تدبیر زیاتوي، که پاکستاني چارواکي د نړیوالو د فشار په پایله کې دې غونډې ته راځي او له ګوښیتوبه پاکستان ژغوري؛ دا ځل به دغه غونډه نتیجه ورکړي.
د ده په باور که دغه هېواد کومه بله لوبه لري، بیا دغه غونډه هم د تېر په څېر هېڅ ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په نږدې وخت کې به د افغانستان او پا کستان ترمنځ بله ګډه ناسته هم جوړه شي.
مستغني وايي، کومه غونډه چې څه موده مخکې د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند ښار کې د شنګهای سازمان د سرمشریزې په څنډه د تورخم د نښتې په اړه شوې وه، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او په نړیوالو اړیکو کې د پاکستان د صد راعظم سلاکار تر منځ په دې پرېکړه شوې وه، چې د دواړو هېوادونو له خوا به کاري تخنیکي ډله په دې اړه کار وکړي.
دی وايي، چې اوس دا کار پیل شوی دی او ښايي، ډېر ژر دغه ناسته وشي.