د عبدالله عبدالله په مشري د ثبات او همپالنې ټیم زرګونو پلویانو په فاریاب، تخار او پنجشیر ولایتونو کې د ټاکنو وروستیو پایلو د اعلان په غبرګون کې اعتراض او د عبدالله عبدالله په مشري یې له حکومته ملاتړ وکړ.
د ثبات او همپالنې ټیم پلویان عبدالله عبدالله د تلې د شپږمې ټاکنو ګټونکی بولي.
د دوی په خبره، د ټاکنو کمېسیون د پراخو درغلیو په کولو سره محمداشرف غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړی دی.
په فاریاب کې د ثبات او همپالنې ټیم پلویان حلیم رحماني، رسول رکین او تاجمحمد ایلسیور وايي، سره له دې چې په سختو شرایطو کې یې رایې وکارولې، خو د ټاکنو کمېسیون دا پروسه مدیریت نه کړه او دولتجوړوونکی ټیم یې بریالی اعلان کړ.
دوی وايي، عبدالله عبدالله په ټاکنو کې بریالی و، خو د ټاکنو کمېسیون درغلي وکړه او محمداشرف غني یې ګټونکی اعلان کړ چې په وینا یې، دا پرېکړه دوی ته د منلو نه ده.
د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم پلویانو په فاریاب کې له دولتي ادارو نه د محمداشرف غني تصویرونه را ټول او شکولي دي.
په پنجشیر ولایت کې هم د ثبات او همپالنې ټیم یو شمېر پلویانو د عبدالله عبدالله په ملاتړ لاریون وکړ او د هغه تصویر یې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د منتخب ولسمشر په توګه د والي دفتر په ورودي دروازه کې را وځړاوه.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون دوه ورځې وړاندې محمداشرف غنی د ولسمشري ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو په ټاکنو کې د ښاغلي غني ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله د ټاکنو کمېسیون دا پرېکړه ناقانوني وبلله او د ټولشموله حکومت د جوړولو خبر یې وکړ.