په دایکندي کې یو بندي د هېلري کلنټن مجمسه جوړه کړې

شیرحسین هویدا د دایکندي په زندان کې د خپل بند شپې او ورځې تېروي.

نوموړي په زندان کې د امریکا د ولسمشرۍ څوکۍ ته د نوماندې هېلرې کلنټن مجسمه جوړه کړې ده.

هېلري کلنټن د ډېموکراټانو له ګونده د امریکامتحده ایالاتو ولسمشرۍ څوکۍ ته نومانده ده.

هویدا وايي، چې دغه مجسمه یې له ګچ او وسپنې جوړه کړې ده.

شیرحسین هویدا له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې هېلري کلنټن ورته ګرانه ده او د بیا ازادۍ او د بشرحقونو له پاره یې زیاتې هڅې کړي دي.

ده وویل، کلنټن یوازېنۍ مېرمنه ده، چې په خپلو ویناوو کې یې له انساني ارزښتونو دفاع کړې ده.

شیرحسین هویدا وايي، چې کلنټن په یوې وینا کې د نړۍ مسلمانان او میسحیان وروڼه او د برابرو حقونو لروونکي وبلل او دغې وینا یې زما په روان اغیزه وکړه اوهوډ مې وکړ، چې د هلېري کلنټن مجسمه جوړه کړم.

د ده، اصلي دنده اهنګري ده، زیاتوي، چې د دایکندي زندان د مدیریت په مرسته یې تر اوسه پورې میزونه، څوکۍ، دروازې او د بندیانو له پاره یې د خوب تختونه جوړ کړي دي.

د یو بندي له خوا د هېلري کلنټن مجسمې جوړلو په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو پاملرنه جلب کړي ده او د هویدا د کار ستاینه یې کړې ده.

په دې اړه ځېنو ځوانانو سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې حکومت دبندیانو حقونو او هغوی ته د کارموندنې په برخه کې هیڅ پام نه دی کړی او حکومت دغه خلک هېر کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام