د خوست ولایت د نجونو په لېسو کې د ښځینه ښوونکیو پر ځای د زیات عمر لرونکي استادان نجونو ته لوست ورکوي او له لوړو، نیمه لوړو او له مسلکي زدهکړو فارغې سلګونه نجونې د ښوونکیو په توګه نه ګومارل کېږي.
د مسلکي زدهکړو خاوندانۍ نجونې شکایت کوي چې په خوست کې دولتي دندو ته په ازموینو کې تر ډېره نارینه ان که بوډا هم وي بریالي او د نجونو مخه نیول کېږي.
خوستۍ لطیفه وایي له څوارلسم ټولګي فارغه ده. دنده نه ورته پیداکېږي او د دې په شان ډېرې نورې نجونې هم شته چې پر کورونو ناستې دي.
دغه خوستۍ وايي، څو ځلې یې د معلمۍ لهپاره ازموینه ورکړه؛ خو سپين ږیري ورسره کامیاب شوي او دا نه.
خو ځینې زیات عمره ښوونکي بیا وایي، د پوهنې وزارت د ښځینهوو ښوونکیو لهپاره له سره تشکېل نه لري.
یو ښوونکي ګل ولي شاه لمر سلاموطندار ته وویل، ښځینه ښوونکې د نارینهوو هغو مشرانو استادانو په اندازه تجربه او پوهه نه لري. دغه راز کلتوري مسایل د ښځینهوو استادانو په برخه کې یو ستونزه ګني، چې کورنۍ ورته د دندې اجازه نه ورکوي.
د محمد ثاقب په نوم یو بل ښوونکی وايي، نجونې ژمني کورسونه نه تعقیبوي همدا ده چې کم سواده دي او نه شي کولی ازموینه او لوست ورکړي.
بل خوا د خوست مدني فعالان بیا دا نه مني چې ځوانې نجونې ښوونکې د لوست ورکړې وړتیا نه لري او په وینا یې که داسې هم وي نو خپله ښوونکي ګرم دي.
د خوست د پوهنې رییس بخت نور بختیار بیا سلاموطندار ته وویل چې زیاتره فارغې نجونې د لېرو سیمو په ښوونځیو کې دندې ته زړه نه ښه کوي.
د پوهنې رییس زیاتوي د نږدې ښوونځیو تشکېل پوره دی او لېرې ښوونځیو ته د هغوی کورنۍ اجازه نه ورکړي.
په خوست کې هرکال له دولتي او خصوصي پوهنتونونو زیاتې نجونې فارغېږي، خو د ښځینه ښوونځیو په شمول زیاترو ریاستونو کې د ښځینهوو بستونه نارینهوو نیولي دي.