په خوست او نیمروز کې د ښوونځيو سلګونه نجونې مسمومې شوي

د خوست او نیمروز ولایتونو د ملکي روغتونونو ډاکټران وایي، چې دوی ته لسګونه مسمومې شوې نجونې د درملنې له پاره راوړل شوې دي.

د خوست د ملکي روغتون ډاکټران وايي، چې  نن سې شنبه ( می ۱۷مه) شاوخوا ۱۰ بجې د مرکز متون سیمې د زرغونه انا د نجونو ښوونځي ۲۱ مسمومې زده کونکې دغه روغتون ته وروړل شوې دي.

د خوست دعامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو پرضد مبارزې څانګې مسوول، ډاکټرګل احمد شاه سلام وطندارته وویل، چې یو شمیرنجونو د ښوونځي ژورې څاه  اوبه څښلي، خو یو شمیر داسې هم شته چې اوبه يې هیڅ نه دي څښلي بیا هم مسمومې شوي.

هغه وویل، چې د مسمومیت لامل تراوسه نه دی څرګند.

نوموړي زیاته کړه: " ۱۵مریضانې (ببري ګل کلینک) ته انتقال شوې وې، ملکي روغتون ته مو را انتقال کړلې او۶ دلته وې. جمله ۲۱ نجونې مسمومې کړای شوې وې. چې وضیعت یې نورمال او په ښه کېدو دی؛ ټول د ډاډ وړدي".

 په ورته وخت کې د نیمروز ولایت مرکز زرنج کې هم سلګونه نجونې مسمومې کړای شوي.

د یاد ولایت ملکي روغتون رییس احمد شیرزاد سلام وطندارته وویل، چې نن سهارد شهید ګل مکۍ د نجونو ښوونځي ۲۲۰ نجوني مسموم شوې وې.

نوموړي وویل، چې یو شمیر يې نورو کلنیکونو ته هم لیږدول شوي، چې تر درملنې لاندې دي.

د مالوماتو له مخې په دواړو ولایتونو کې مسموم کړای شوي نجونې له نهه ترپنځلس کلنۍ عمرونه لري، چې له اووم  ترلسم ټولګیو زده کونکې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام