په حلب کې روسي جنګي الوتکو ۲۵ عام وګړي وژلي دي

 

د حلب په ختیځ څنډه کې روسي جنګي جټ الوتکو د بمبارۍ له امله ۲۵ ولسي وګړي وژل شوي دي.

د روسيې جنګي الوتکو د سوريې ولسمشر بشار اسد د مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو باندې دغه هوایي بریدونه کړي.

د سوريې ځينې فعالان وايي، چې دا د روسي جټ الوتکو تر ټولو درنه بمباري وه.

داسې ویل کيږي، چې د روسیې الوتکو ځمکه کې ښخېدونکي بمونه هم کارولي.

د راپورونو پر بنسټ په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.

دغه قوي بمبارۍ د سوريې حلب ښار ختیځ برخې په بوستان قصر او فردوس سیمو باندې شوې او دا د دولتي ځواکونو سره د جګړې لومړۍ کرښې ته نژدې پرتې دي.

له بل لوري د سوريې د دولت مخالف ځواکونه هم د حلب په لویدیځ کې د دولت تر کنټرول لاندې سیمو باندې بریدونه کوي.

له بل لوري بیا د روسیې رسمي خبري اژانس سنا راپور خپور کړی، چې د روسي جنګي الوتکو په دغو بریدونو کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام