په جوزجان کې د ټاکنو ۲۴ کارکوونکي بند پاتې دي

جوزجان کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر چارواکي وايي، قرقین او منګجیک ولسوالیو کې د امنیتي ګواښونو او د طالبانو له لوري د لارو تړلو له امله، له یوې اوونۍ راهیسې د ټاکنو کمېسیون ۲۴ کارکوونکي بند پاتې دي.

د جوزجان د ځايي چارواکیو په وینا، که‌چېرې د دغو کسانو را ایستلو په تړاو هڅې ونه‌شي؛ د طالبانو لاس ته به ولوېږي.

د قرقین او منګجیک ولسوالیو امنیتي مسوولان هم مني چې د ټاکنو کمېسیون دغه کارکوونکي له یوې اوونۍ راهیسې ټاکنیزو موادو سره په‌دې ولسوالیو کې بند پاتې دي.

د جوزجان د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر مشر حمیدالله بلوچ وايي، تراوسه د دغه ولایت له دوو ولسوالیو څخه د دوی کارکوونکي او ټاکنیز مواد نه‌دي ور رسېدلي.

قرقین او منګجیک د جوزجان له ناامنو ولسوالیو شمېرل کېږي چې د ټاکنو په ورځ قرقین ولسوالۍ کې درې رایې او منګجیک ولسوالۍ کې ۱۲ رایې کارول شوې‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام