په جلرېز ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه د ۱۶ طالب وسله والو په وژل کېدو پای ته ورسېده

د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل سلام وطندارته وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې سلګونه وسله والو طالبانو د جلرېز ولسوالۍ په بېلابېلو پوستو بریدونه کړي وو، چې د ۱۶ طالب وسله والو په وژل کېدو او ۱۰ ټپي کېدو سره دغه نښته پای ته ورسېده.

منګل زیاته کړه، چې په دې نښه کې د درې ملکي کسانو په ګډون ۷ پولیس هم ټپیان شوي دي.

د والي ویاند همداراز وویل، چې د کابل ـ بامیانو لویه لار هم د مسافرو پر مخ پرانیستل شوې ده.

د منګل پر وینا، اوس هم په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد تصفیوي عملیات روان دي.

خو هاخوا بیا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي، چې په دې نښته کې يې ۵ امنیتي پوستې نیولي دي، د امنیتي خواکونو يو شمېر وسلې هم لاسته ورغلي او په لسګونو پولیسو ته يي مرګ ژوبه اړولې ده.

خو امنیتي ځواکونه بیا دا ادعا ردوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام