ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ۳ بېلابېلو چاودنو په ترڅ کې د یو ماشوم او ۲ امنیتي منسوبینو په ګډون ۵ ملکي وګړي وژلي او د ۳ امنیتي منسوبینو په ګډون یې ۲۷ نور ملکیان ټپیان کړي دي .
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د جلال اباد ښار څلورم ماموریت په څلوېښت مترۍ سیمه کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د امنیه قوماندانۍ د نظارت خانې امر سمنونیار عبدالحکیم او یو ماشوم وژل شوی او ۶ ماشومان ټپيان شوي دي .
خبرپاڼه زیاتوي همدا راز د جلا اباد ښار دویمې ناحیې اړوند د اور وژنې امریت د فتر ته څېرمه د ځای پر ځای شویو دوو ماینونو د چاودنو له امله ۲ ملکي وګړي او یو سرتېری وژل او همدا راز د ۳ امنیتي منسوبینو په ګډون ۱۸ نور ټپیان شوي دي .
د معلوماتو له مخې، د پېښې د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی
په ورته وخت کې د امنیتي ځواکونو له لوري د دې چاودنو په تور د داعش یو غړی، چې د دویمې ناحیې د چاودنې په سیمه کې یې ویډیو کوله نیول شوی دی، خو داعش یا کومې بلې وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.