د کندهار د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وايي، په دې وروستیو کې يې د راجسټر په کتاب کې د ایډز ۵۸ پېښې ثبت کړي دي.
د دغه ریاست مرستیال ډاکټر احمدالله فیضي نن یکشنبه (۲۰۱۵ زېږدیز/ جون ۷) سلام وطندار ته وویل، پخوا تر دې دغه شمېره کمه وه، خو د نوموړي په وينا اوس يې شمېره، ځکه زياته شوې، چې په نشه يي توکو روږدي کسان له يوې پېچکارۍ څخه ګټه اخلي.
هغه وايي، په نشه يي توکو د روږدو کسانو له لوري دغه ویروس د خپرېدو په حال کې ده.
د عامې روغتیا ریاست مرستیال وايي، دې ستونزې ته اندېښمن ځکه دی، چې په مخکنیو کلنو کې دلته هیڅ پېښه نه وه، خو په وينا يې اوس دادی شمېره ۶۰ ته نږدې شوې ده.
هغه وايي، چې له بده مرغه تېره ورځ يې یوه بله پېښه هم کشف کړه، چې په دې سره په کندهار کې په ایډز د اخته کسانو شمېر ۵۸ پېښو ته ورسیدلې.
د کندهار ښاریان هم په دې اړه اندېښنه ښيي او له اړوندو چارواکو غواړي، چې د دغې وژونکې ناروغۍ په اړه دې جدي تدابيرونه په پام کې ونیسي.
دوی وايي، چې باید د نورو کسانو د اخته کېدو په موخه د عامې روغتيا ریاست سره د دغو کسانو په پېژندلو کې مرسته وکړي.
د کندهار د عامې روغتیا مسؤلین وايي، دوی د خپل وس او توان په اندازه هلې ځلې کړي، ګرځنده ډلې یې له نشیانو څخه څارنه کوي، څو دغه وژونکې ناروغي کنټرول کړي.
د یاد ریاست مسؤل ډاکټراحمدالله فیضي وايي، د دې ترڅنګ د عامه پوهاوي څانګه يې هم فعاله او خلک پوهوي، چي څنګه له دې ناروغۍ څخه ځانونه وژغوري.
روغتیا پالان (ايچ، آې، وي) يا ایډز يوه خطرناکه ناروغي بولي او وايي، چې دغه ناروغۍ د جنسي اړيکو، وينې ورکولو او تماس له لارې د اخته کسانو څخه بل انسان ته لېږدول کيږي.
له همدې امله هرکال د ډسمبر لومړۍ نېټه له ایډز سره د مبارزې ورځې په نامه په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي.
د ملګرو ملتونو له لوري په خپرو شويو شمېرو کې ويل شوي، چې په ۲۰۱۲ م زېږدیز کال کې شاوخوا ۳۵،۳ ميليونه وګړي په ایډز اخته وو.
که څه د بېلابېلو نړېوالو بنسټونو او په هر هېواد کې د مختلفو ارګانونو له خوا د وژنکي ایډز ویروس سره مبارزه کيږي، خو بیا هم دغه شمېره کال په کال د لوړېدو په حال کې ده.