په ترکیې کې د سوريې درېيم خبريال هم ترور شو

د سوریې هېواد فلم جوړونکی او خبریال ناجي جرف، چې د داعش وسله والې ډلې د جنایتونو په اړه یې مستند فلمونه جوړول د ناپېژانده کس له خوا په ترکیه کې ووژل شو.

د روان کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې دا د سوریې هېواد درېیم خبریال دی، چې  په ترکیه کې وژل کېږي.

جرف د "حنتاح" په نوم د میاشتنۍ مسول مدیر و.

نوموړي د داعش تر واک لاندې سیمو کې د دوی د ظلمونو او د بشرحقونو د سرغړاوي له ظلمونو مستند فلمونه جوړول او په دې برخه کې زیات شهرت درلود.

ناجي جرف په رڼا ورځ په هغه سیمه کې چې د سوريې هېواد د خبریالانو د استوګنې ځای دی د کور مخې ته پر سر په ګولۍ وویشتل شو او په لاره یې ساه ورکړه.

د جرف سره نږدې خبریالانو د نوموړي مرګ تاید کړی دی او په ورته وخت کې یوې ترکیې رسنۍ راپور خپور کړی دی، چې جرف د امنیتي کمرو په مخ کې په ګولۍ ویشتل شوی دی.

وژل شوي خبریال په دې وروستیو کې د ار، بي، اس، اس مدني ټولنې په اړه مستنده هم جوړ کړی و.

دغه مستند هنري جایزه ګټلې وه او جوړل شوی مستند د داعش تر واک لاندې سیمه کې د الپورخ تر سرلیک لاندې د ظلم یوه کیسه ده.

د جرف یو نږدې ملګري رسنیو ته ویلي دي، چې نوموړي د فرانسې هېواد څخه د پناغوښتلو غوښتنه کړې وه او په دې وروستیو کې د کورنۍ سره هلته ته.

د نړیوالو خپرولو څخه د ملاتړ کمېټې مسول شریف منصور وايي، چې د سوريي خبریال له وژل کېدو وروسته د دغه هېواد خبریالان نور په ترکیه کې خوندي نه دي.

منصور وايي، چې د جرف قاتلین دې په چټک او شفاف ډول عدلي بنسټونو ته وسپارل شي او په ترکیه کې د سوریې مېشتو خبریالانو له پاره دې خوندېتوب چاپېریال برابر شي.

د سوریې هېواد دوه هغه خبریالان چې  د داعش ډلې د ظلمونو یې پرده پورته کوله، د اکټوبر په میاشت کې د ترکیې په عرفان سیمه ووژل شول.

څه موده مخکې د کردانو د حقونو فعال طاهر الچي هم د ترکیې په دیارباکیر کې په ګولۍ ووشتل شو او ووژل شو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام