مزارشریف کې یوې ښځې له خپل ۳ کلن او ۴ کلن ځوی سره یوځای د بلخ د صفای شهر بلاکونو له ۵ منزل نه ځان لاندې غورځولی دی.
دا ښځه ۲۴ کاله عمر لري، چې لومړی یې خپل دواړه کوچنیان او بیا ځان له پنځم منزل نه د ځانوژنې په پار راغورځولی دی.
د دې ښځې ورور وايي، چې خور یې د رواني ستونزو له امله خپل اولادونه او ځان له پورته منزله راغورځولی دی.
خو د بلخ څارنوالي د دې پېښې علتونه نور ګڼي.
د بلخ یوه څارنوال فوزیه حمیدي، د دې ښځې د رواني تکلیف علتونه ردوي او وايي، چې دې ښځې هېڅ ډول رواني ستونزه نه لرله، بلکې د کورني تاوتریخوالي له امله یې دا کار کړی دی.
د حمیدې په خبره، د څارنوالۍ د کشفي برخې د تحقیقاتو له مخې، څو کاله کېږي، چې د دې ښځې مېړه په امریکا کې اوسېږي او هلته یې له یوې ښځې سره واده کړی، چې له ۳ ورځو راهیسې یې د دې ټلیفون ته ځواب نه دی ورکړی. د دې په باور، په همدې اساس دې ښځې ځانوژنه کړې ده.
د بلخ ملکي روغتون سرطبیب ډاکټر شفیق په دې اړه وايي، چې اوسمهال مور او اولادونه په روغتون کې تر جدي روغتیايي څار لاندې دي، چې د یو ماشوم روغتیايي وضعیت یو څه ښه نه دی.
په ورته وخت کې د بلخ مدني فعاله نیلوفر سیار وايي، چې ورځ تر بلې په دې ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښې زیاتېږي.
مېرمن سیار د تاوتریخوالي د زیاتېدا علت د سیمهییزې ادارې له خوا د قانون نه پلي کېدل ګڼي او وايي، که دلته د حق غوښتنه کېدلی؛ نو دا به ټولو ته به څرګندوی، چې هېڅ مور له خپلو اولادونو سره داسې کار نه کوي.
په بلخ کې په روانه اوونۍ کې دا د تاوتریخوالي درېیمه پېښه ده، چې د بلخ د مدني فعالانو او د ښځو د حقوقو د مدافعانو اندېښنې یې راپارولې دي.