د بغلان ولایت د ښځو چارو مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په نهرین ولسوالۍ کې يوه ۸ کلنه نجلۍ له دې امله په بدو کې ورکړل شوې، چې ولې يې نامزد شوې خور يې له کوره تښتېدلې.
دغه نجلۍ د خپلې خور د خسرګني کور ته د همغې سیمې د اربابانو، ملایانو او غېر مسوولو وسله والو له لوري په بدو کې ورکړل شوې.
د بغلان د ښځو چارو رییسه خدیجه یقین سلام وطندار ته وویل، چې د دغې نجلۍ خور ۱۳ کلنه وه او شاوخوا دوې میاشتې وړاندې د دغې ولسوالۍ د یو ارباب له زوی سره نامزد شوې وه.
د بغلان ولایت پولیس شاوخوا پنځه ورځې وروسته د دغې ۱۳ کلنې نجلۍ جسد پېدا کړ، چې د جنسي تېري وروسته په ډزو وژل شوې وه.
د بغلان پولیس وايي، چې دغه نجلۍ د غېر مسوولو وسله والو له خوا تښتول شوې وه.
یقین وايي، چې د دغې نامزدې نجلۍ خسرګني د یوې صحرايي محکمې پريکړې له مخې د دغې وژل شوې نجلۍ خور په بدو کې ورکړل شوې.
د نوموړې په وینا، د ښځو چارو ریاست هڅه کوي، چې د پولیسو د قوماندانۍ، ولايتي مقاماتو په مرسته به دغه دوسیه و څاري او هغه خلکو سره به قانوني چلند وشي، چې دا يې په بد کې اخیستې ده.
د وژل شوې نجلۍ پلار شاه زمان وايي، چې کله يې نجلۍ له کوره تښتول شوې، نو د نجلۍ خسرګني دی يې مجبور کړی، چې خپله بله لور باید په بدو کې ورکړي.
هغه اوس د بغلان مرکز ته راغلی او د عدلي او قضايي ارګانونو څخه د عدالت غوښتونکی دی.
د دغې نجلۍ پلار خبرداری ورکوي، که چېرې حکومت د ده غږ وا نه وري، نو ځان ته به اور ورته کړي.
شاه جهان زیاتوي: " زه يې یوړلم بندي يې کړم. دوې شپې او ورځې بندي وم. کله چې له بنده خوشې شوم راته يې وویل، چې خپله لور به په بدو کې ورکوې، ترڅو دغه جنجال حل شي؛ کنه دغه خلک به جنجال زیات کړي او خلک به زیات ووژل شي " .
د بغلان د ښځو چارو مسوولین په یاد ولایت کې د ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، چې اوس هم په بدو ورکول، جبري ودونه او نور په دغه ولایت کې په یو معمول امر ګرځېدلی دی.