په بامیانو کې د یو واټ د نومونې پر سر لانجې

شاوخوا درې اونۍ مخکې د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسیون د غړي عبدالروف هروي په موجودیت کې د بامیانو په مرکز کې یو واټ او یو چوک د اساسي قانون په نوم ونومول شول.

خو د اساسي قانون په نوم د دغه واټ او چوک له نومولو څو ورځې وروسته د بامیانو ولایت یو شمېر اوسېدونکي د دې اقدام پر وړاندې راپورته شول او هغه یې د احمد شاه مسعود واټ او ابو حنیفه چوک په نومونو ونومول، چې دې موضوع وروسته په ټولنیزو شبکو کې جنجال جوړ کړ.

د بامیانو ولایت یو تن اوسېدونکی وزیر احمد ستیز د دغه واټ او چوک د نومولو په اړه وایي، چې دوی له یو شمېر بامیانیانو سره یوځای په ښې حکومتوالۍ کې د ولسمشر ځانګړي استازي له دفتره مکتوب راوړ، چې دغه واټ دې د احمد شاه مسعود په نوم ونومول شي؛ خو د بامیانو سیمه ییزې ادارې په دې برخه کې اقدام ونه کړ.

د ده په خبره، کله چې دا مسله د بامیانو سمه ییزې ادارې ونه څېړله؛ خلکو وویل، چې د دغه واټ نوم ځکه نه بدلوي، چې دا د دوی خپله سیمه ده او هغه سړک چې له دې سمیې تېر شوی؛ د دوی ۹۵ سلنه ځمکه یې نولې ده، ځکه یې حق کېږي، چې دا واټ د دوی د ملي او مذهبي شخصیتونو په نومونو ونومول شي.

بل خوا د بامیانو سیمه ییزه اداره د بامیانو په ښار کې د سړکونو رسمي نومول ردوي.

د بامیانو د والي ویاند عبدالرحمان احمدي سلام وطندار ته وویل، چې مخکې پر اساسي قانون د پلي کېدو د څار کمېسیون بامیانو ولایت ته وړاندیز کړی و، چې په بامیانو ولایت کې یو چوک او یو واټ د اساسي قانون په نومونو ونوموي، چې له وړاندیز وروسته د نومونې کمېسیون هوډ وکړ، چې دغه چوک په دې نوم ونوموي.

د بامیانو د والي ویاند دغه حرکت یو ولسي نه، بلکې سیاسي فعالیت بولي او وايي، چې له پخوا څخه دا کار پلان شوی او یو ډله خلک د قوم او مذهب په جامو کې پروژه‌يي کارونه کوي.

که څه هم احمدي د مشخصو کسانو نومونه وانه‌اخیستل؛ خو ویې ویل، چې د بامیانو سیمه ییزه اداره به په راتلونکي کې د دغو کسانو نومونه رسنیو ته په ډاګه کړي.

په همدې حال کې د بامیانو ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هم وايي، چې د دغه واسټ او چوک د نومونې په اړه یې له دې وړاندې کوم مکتوب نه و ترلاسه کړی او له دوی سره یوازې چوک او سرک رسمیت لري.

ویل کېږي، چې له پلازمېنې وروسته دا دویم واټ او چوک دی، چې د اساسي قانون په نوم نومول کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام