یو شمیر شنونکي وايي، چې په هېواد کې د اوږدې جګړې او په امنیتي بنسټونو کې د فساد شتون له امله په پلازمینه کې وسله وال مخالفین ستر بریدونه کوي.
د پوځي چارو شونکي جنرال زلمي وردګ سلام وطندارته وویل، چې د قانون نه واکمني، د مکافاتو او د مجازاتو سیستم نشتوالي په سبب له امنیتي کمربندونو او پوستو لارۍ ډوله موټر بم تیر او خپلې موخې ته ځان رسوي.
جنرال وردګ پر ځينو لوړ پوړو چارواکو هم تور پورې کړ چې ځينې کسان د پيسو په بدل کې له برید ګرو سره همکاري کوي او له امنیتي پوستو یې تیروي.
د پوځي چارو بل شنونکی جنرال خدای داد هزاره هم باوري دی، چې له پلازمینې کابله ځينې کسان له مخالفینو سره همکاري لري او د سترو بریدونو په اړه هغوی ته رپوټونه ورکوي.
نوموړی په افغانستان کې اوږده جګړه، د کشفي بنسټونو کمزورتیا او له مخالفینو سره د ځينو کسانو د ملاتړ خبره هم کوي.
" زموږ د کشفي امنیتي بنسټونو دا کمزور تیا ده چې دوښمن نه شي تعقیبولای، د دوښمن په اړه مالومات نه لري چې دا د بهرنیو او کورنیو کشفي بنسټونو کمزور تیا ده."
خو د کورنیو چارو وزارت بیا وايي، چې وسله وال مخالفین غواړي، په دې سره د خپلې درنې مرګ ژوبلې غچ اخیستنې په موخه پلازمینه کې ستر بریدونه کوي.
د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي سلام وطندارته وویل، چې په کابل ښار کې د خلکو او موټرونو زیاتې ګڼې ګوڼې له امله، مخالفین په لویو موټرو کې چاودیدونکي توکي له امنیتي کمربندونو تیروي.
د کورنیو چارو وزارت صدیق صدیقي د شنونکو هغه ادعاوې په کلکه رد کړې، چې ګنې ځيني لوړ پوړي چارواکي له وسله والو مخالفینوسره مرسته کوي.
صدیقي وویل، چې ټول امنیتي کسان د وسله والو مخالفینو پرضد مبارزه کوي خو وایي مالومه نه ده چې دغه مبارزه به څومره وخت ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره دوشنبه جولای ۳۰ مه د شپې شاوخوا یوه نیمه بجه په کابل کې د نارت ګېټ په نوم یو امریکايي تدارکاتي شرکت باندې زور بمي برید وشو.
دغه برید د ځاني او مالي زیان سربېره د کابل په زیاتو ځایونو کې وحشت هم خپور کړ.