په المپيک سیالیو کې د لومړي ځل له پاره عربې پېغلې مډال وګټلو

د برازیل په کوربتوب ۲۰۱۶ کال ریو المپیک سیالیو کې دا اول ځل و، چې د مصر هېواد یوې ښځینه لوبغاړې مډال وګټلو.

مصرۍ ساراحمد د وزن پورته کولو په ۶۹ کیلو ګرامه وزن کې له چینایۍ او قزاقستانۍ لوبغاړې وروسته دریم مقام ترلاسه کړ او د برونزو مډال ورکړل شو.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، سارا احمد د المپیک سیالیو په تاریخ کې لومړۍ عربۍ لوبغاړې شو، چې د المپیک په سیالیو کې ګټونکې کېږي.

په حجاب پټه مصرۍ سارا احمد ۱۸ کاله عمر لري، چې د ۲۵۵ کیلو ګرامه وزن په اوچتولو سره یې دغه مډال ورکړل شو.

دغه راز کویټي فهید د المپیک نړیوالې کمېټې د بیرغ لاندې په نښه ویشتلو کې د سرو زرو مډال وګاټه.

کوېټ هېواد اوسمهال په روانو المپیک سیالیو کې له دې کبله له بندیز سره مخ دی، چې هېواد یې د المپیک په چارو کی لاسوهنه کوي.

د روانو سیالیو په دوام کوربه برازیل فوټبال لوبډلې ډنمارک ته ۴ د ۰ ګول په وړاندې ماته ورکړه او د روانو المپیک سیالیو کوارټرفاینل ته ورسېده.

دغه راز ډینګ نینګ په ټېبل ټینس سیالیو کې چین ته د سرو زرو مډال وګاټه او په دې سره د چین د سرو زرو مډالونو شمېر ۱۰ ته ورسېدل.

انګلستاني جو کلارک بیا کښتۍ چلونه کې بریټانیې ته د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

او د جاپان له پاره بیا کوهي اچیموراني په جمناسټیک برخه کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ، چې جاپان له اسټرالیا څخه دریم مقام ونیولو.

د برازیل ریو المپیک سیالیو پنځمه ورځ هم په ۳۲ مډالونو سره د امریکې هېواد په مخکېوالي سره پاې ته ورسېده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام