د عامې روغتیا وزارت د دارالامان په سیمه کې د افغان ـ جاپان روغتون په اډانه کې د کرونا ویروس د کنټرول او درملنې لپاره ځانګړې څانګه پرانستله.
د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز وايي، دغه څانګه به زر بسترونه ولري او یوازې هغه کسان به تر نظر لاندې ونیسي چې پر کرونا ویروس اخته وي.
د عامې روغتیا وزیر دغه راز وویل چې د یادې څانګې وسایل او تجهیزات د روغتیا نړیوال سازمان او افغان دولت لهخوا چمتو شوي دي.
د فېروز په خبره، د روغتون په دې څانګه کې د هغو کسانو لپاره جلا خونې په پام کې نیول شوي چې پر کرونا ویروس اخته وي.
د عامې روغتیا وزیر وايي، یاده څانګه کولای شي لس ډوله ویروسونه تشخیص کړي.
نوموړي زیاته کړه، که دلته د کرونا ویروس تشخیص نه شي، د روغتیا نړیوال سازمان ژمنه کړې چې د دا ډول ناروغانو د ازموینې پایلې به په هند، هالنډ او امریکا کې وکتل شي.
د افغان ـ جاپان روغتون رییس محمدطاهر فرملي وايي، تر اوسه په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کېدو هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې او د تشخیص په صورت کې به شکمن کسان قرنطین شي.
کرونا ویروس د چین په ووهان ښار کې پیدا شو او تر اوسه یې له ۴۰۰ ډېر کسان وژلي او زرګونه نور پرې اخته شوي دي.
د راپورونو له مخې، دغه ویروس اوس د نړۍ شلو هېوادونو ته خپور شوی دی.
اړوند مطالب:
«د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره د روغتیا وزارت چمتووالی بسنه نه کوي»
نړۍ کې د بېړني حالت اعلان؛ د روغتیا نړیوال سازمان: کرونا بايد مهار شي