که له یو داسې ملګري سره چې وخت ورته ارزښت لري، د لیدلو او کتلو ژمنه وکړې؛ بیا در ته وايي، رښتیا ووایه، چې "ان ټایم" یې او که "افغان ټایم".
پوښتنه داده، چې ولې له دا ډول پوښتنې سره مخ یو؟
په ټوله نړۍ کې د وخت ضایع کول تر یوه بریده دي، خو په استثنايي حالت کې یو څه بیا عدول کېږي.
ښايي مبالغه نه وي! که ووایو د نړۍ په زیاتو هېوادونو کې له ختیځې اروپا نیولې تر شمالي امریکا پورې د وخت ضایع کول ثانیو ته را کم شوي دي.
د دې خبرې ځواب څرکند دی. وخت پېژندنه، د ماموریت، له لېږد له چټکو وسایلو استفاده یې ځواب دی.
خو په افغانستان کې د ژوند پڅ بهیر، د مامورینو کموالی، د لېږد رالېږد د چټکو وسایلو کموالی په ځانګړي ډول د ټولنیزو وسایلو د لېږد کموالی د دې لامل شوي دي، چې د وخت ضایع کول په یو معمولي کار بدل شي.
د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په راتګ، د نوې ادارې په جوړېدو او هېواد ته د هغو کسانو راتګ چې په لویدیځ کې زده کړې کړې وې، د طالبانو د حکومت په پرتله د وخت له رکود نه راووتو.
په ادارو کې د چارو سست پرمختګ چټک کاري بڼه ونیوله او دغه کلتور له ښاره تر ولایتونو وغځېد.
خو دغه په ادارو کې د چارو ژر خلاصولو دود دوام ونه کړ او هر څه د تېر په څېر شول.
وخت ضایع کولو خپل مقام وخت پېژندنې ته پرېښود.
نن سبا په دولتي ادارو کې د خپلو کارونو پسې ګرځېدل او خلاصول یې اونۍ وخت نیسي او سرګردانه به د یوې او بلې ادارې په دروازو وځې او ننوځۍ.
د وخت ضایع کولو بله بېلګه چې خبریالان ډېر زوروي، هغه په خبري غونډو کې د رییسانو او د حکومت لوړپوړو چارواکیو په وخت نه راتګ دی.
خبریالان وايي، چې د وخت ضایع کول حکومتي چارواکو ته په یو "عادت" بدل شوي، چې په دې کار ویاړي او فکر کوي، چې خبري غونډو ته پر وخت نه ورتګ سره خپل شخصیت خوندي ساتي.
سره له دې چې زیات خلک د وخت ضایع کول خراب او بد عمل ګڼي، خو بیا هم یو نه یو ډول دوی په کې ونډه لري.
د بېلګې په توګه تاسې په پلازمېنه کې له یوې سیمې وغواړۍ بل ځای ته ولاړشئ اړیئ چې یو ټکسي موټر دربست په کرایه کړئ، او که په لیني موټر کې وخېژۍ نو بیا به په سپرلۍ پسې د موټر چلونکو په لوړ اوزار چغې، د ښارګڼه ګوڼه او د خلکو زوږ وزغمۍ او د زیات وخت په ضایع کولو سره به د موخې ځای ته ورسېږۍ.
د خت ضایع کولو تر څنګ دروغ یې دویم ملګر دی.
دروغ ویل: اوس اړیئ چې د هغه چا سره چې تاسو لیدل غواړۍ دروغ ورته ووایئ: "هو شاخوا یو ساعت کې درځم" او دغه دروغ او د حکومت په لوړو پوړونو او د خلکو په منځ کې په یو عادت بدل شوی دی.
دغه حالت مشخص دی، خو دولت ولې د دې ناسم دود د له منځه وړلو له پاره کار نه کوي.
د دې کلتور د له منځه وړلو له پاره په ادارو کې پراخو سمونونو ته اړیتا لري، د بیوکراسۍ له منځه وړل، د ښاري ترافیک د سیستم سمول او د هېوادوالو په منځ کې د داډول کارونو په اړه یو فکر رامنځته کول د حل لاره ده.