په افغانستان کې هرکال د سینې سرطان د ۱۷۰۰ ښځینه و ژوند اخلي

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د سرطاني ناروغیو له امله د مړینې کچه په افغانستان کې ډيره لوړه ده.

د دوی د معلوماتو له مخې د تیو یا سیني سرطان ناروغي ساري نه ده، خو بیا هم په نړیواله کچه د دې ناروغي درملنې ته لومړیتوب ورکول کیږي. 

د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز وایي، چې لا هم خلک د درملنې په اړه عامه پوهاوي نشتوالي، په سبب له سرطاني ناروغیو کړیږي.

ښاغلي فیزو دغه مطلب د یکشنبې په ورځ ( اکټوبر۲۳مه)  کابل کې" د تیو سرطان ناروغۍ په اړه عامه پوهاوي" ترسرلیک لاندې جوړې شوې غونډې ته څرګند کړ.    

فیروز زیاته کړه، هرکال په افغانستان کې ۲۰ زره کسان پر سرطاني ناروغیو اخته کیږي>

هغه وویل: "په هېواد کې هر کال شاوخوا  ۲۰ زره کسان پر دې ناروغۍ اخته کیږي چې له دې ډلې   ۳۵۰۰ د تیو سرطان دی چې د ۱۷۰۰ ښځینه پرې مري."

د عامې روغتیا وزیر وايي، چاغوالی، فزیکي فعالیت نه کول، د شرابو څښل او په کم عمر کې د ښځو اومیندواره کېدل پر سرطاني ناروغیو د اخته کېدو لاملونه دي.

په دې اړه د ولسي جرګې غړې او د سرطان ناروغۍ پر ضد مبارزې بنسټ مشرې شینکۍ کړوخيل وايي، د زیات عمر لرونکې میرمنې باید په میاشت کې یو ځل خپل تي معاینه کړي.

کړوخیل زیاته کړه، په تیو کې بدلون او د شېدو په نشتوالي کې د سینو سرونو لویوالي پرمهال میرمنې باید ډاکتر ته مراجعه وکړي.

د عامې روغتیا وزیر: فیروز الدین فیروز

د مالوماتو له مخې په نړیواله کچه د سرطاني ناروغۍ له امله په هره دقيقه کې ۱۴ کسان مري.

ویل شوي تر ۲۰۳۰ زیږ دیز کال پورې به د سرطاني ناروغیو ۷۰ سلنه مړینه په وروسته پاتې هېوادو کې وي.

افغان چارواکي وایي د تیو سرطان ناروغۍ درملنې په موخه ۱۱ ډاکتران د زده کړو له پاره   بهر ته استول شوي دي.

عامې روغتیا وزارت وايي، چې د ایټالیا په همکارۍ د هرات په حوزوي روغون کې هم د سرطاني ناروغیو تشخیص مرکز جوړ کړی چې تراوسه يې د سرطان ناروغۍ۳۰۰  پیښې تشخیص کړې دي.

له نن څخه ۶۰ کاله وړاندې د کابل په علي آباد روغتون کې د سرطاني ناروغیو تشخیص مرکز جوړ شوی و چې د تنظیمي جګړو له امله دغه مرکز وران شو، خو په ۲۰۱۱ م ز کال دغه مرکز بېرته ورغاول شو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام