نن (۲۰۱۵م زېږديز کال د مارچ ۲۸) د ځنګلونو نړېوالې ورځې سره برابره ده.
په هېواد کې د تېرو څو لسيزو کورنيو جګړو پر مهال د اوښتو زيانونو ترڅنګ د شنو ځنګلونو زیاته برخه د بېلابېلو لاملونو له مخې سوځېدلې او یا هم د سيمې د خلکو له خوا په غېر قانوني ډول قاچاق او قطع شوي دي.
د ختیځوالو روغتیايي ټولنې نن شنبه د مارچ ۲۸ مه په کابل کې د ځنګلونو نړېوالې ورځې په لمانځغونډه کې وویل، چې پخوا په افغانستان کې ۱،۷ میلیونه هکټاره ځمکه ځنګلونو پوښلې وه، خو اوس مهال پر ۷۰۰ زره هکټاره ځمکه ځنګلونه ولاړ دي.
غونډې ته د دې ټولنې مشر ډاکټر سید حبیب اروال وویل، کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست، سمنګان او نورستان هغه ولایتونه دي، چې په یومیلیون هکټاره ځمکه کې یې په ناقانونه توګه ځنګلونه وهل شوي دي.
په هر هېواد کې ځنګلونه د اقتصادي او تولیدي رول سره سره د ساتونکو په صفت د ژوند د پاېښت لپاره اړين دي.
په اوسنۍ نړۍ کې ځنګلونه د انساني او وحشي ژوند د بقا لپاره لازمي بلل کيږي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې همدا اوس د ټولې نړۍ ۳۰۰۰ ميليونه وګړي، د خپلو ضرورياتو د پوره کولو له پاره لرګي د سون موادو په توګه کاروي.
خو په افغانستان كې د حکومت په ګډون هیڅوك هم دې مهمې موضوع ته فكر نه كوي او نه ورته چا د پام وړ كار كړی دی.
معلوما ښيي، چې پخوا د افغانستان له غرنۍ جغرافیې وروسته شاوخوا ۲ میلیونه هکټاره ځمکه د بېلابېلو ځنګلي بوټو په واسطه پوښلې وه، خو د زورواکو له خوا د خپل سرو ځنګلونو د وهلو له امله دغه کچه دوه نیمې برخې ته راټیته شوې ده.
اروال زیاته کړه، چې د افغانستان ځنګلونو په ناقانونه پرې کولو کې یو شمېر دولتي او نادولتي مافیايي کړۍ لاس لري او لرګي د دانګام له لارې پاکستان ته د پلور لپاره لیږدوي.
اروال د سیلابونو راوتلو او د هوا ککړتیا د ځنګلونو نشتوالي د لامل په توګه یاد کړل.
په همدې اړه د خوست کرنې ریاست مرستیال ډاکټر نقیب الله وایي، چې د دغه ولایت په ځدراڼو او تڼیو ولسوالیو کې په پټه ځنګلونه پرې کېږي.
خو نقیب الله زیاته کړه، موسی خېلو او قندر قومونو په خپل منځ هوکړه کړې، چې ځنګلونه به نه پرې کوي.
د ده په وينا نو له همدې امله تر اوسه چا په دې سیمه کې ځنګلونه نه دي پرې کړي.
د نورستان ولایت اوسېدونکي هم د ځنګلونو له پرې کولو اندېښنه ښيي.
دوی له ولايتي ادارو د دغې کړنې د مخنيوي غوښتنه کوي.
دغه راز، نننۍ غونډې ته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د دفتر رییس عزت الله صدیقي ځنګلونه د ملي پانګې په نوم یاد کړل او زیاته یې کړه، چې د نورو طبیعي سرچینو په څېر ځنګلونه هم له ۳۵ کلونو راهیسې په بې رحمانه ډول وهل کیږي.
هغه زیاتوي" په تېرو کلونو کې نه یواځې ځنګلونو، بلکې کانونو، حیواناتو او اوبو ته " ګڼ زیانونه اوښتي.
صدیقي وایې، مرکزي احصایې په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د افغانستان د ځنګلونو په اړه یو کره سروې کړې، چې د ۶۶،۵ سلنې ځمکې ځنګلونه پرې شوي دي.
د صدیقي په وینا سږ کال د چاپېریال ساتنې ملي اداره د نیالګیو کېنولو پروګرام د مرکز په ګډون د هېواد په یو شمېر ښارونو کې پيل کړي، خو وایې چې دغه نیالګي د ځنګلونو د طبیعي هغو ځای نه شي نیولی.