په افغانستان له انساني قاچاق سره د مبارزې شبکه نن په کابل کې پرانېستل شوه.

په‌دې شبکې کې مدني بنسټونه، دولتي څانګې او رسنۍ شاملې دي.

د دې شبکې مسوولان وایي چې له انساني قاچاق سره مبارزه، د دې ښکارندې قربانیانو ملاتړ، په کور دننه او بهر کې د انساني قاچاق مخنیوی او د هغه عاملینو په سزا رسول د یادې شبکې دندې جوړوي.

د دې شبکې پرانېستغونډې ته اجرایوي رییس عبدالله عبدالله وویل له انساني قاچاق سره د مبارزې شبکې جوړېدل، د انساني قاچاق پرضد مبارزه کې د ملي پیوستون لومړنی ګام دی.

د ښاغلي عبدالله په وینا د انساني قاچاق عاملان په چلول او د شنو او سرو باغونو په ښودلو سره د خلکو غولولو هڅه کوي.

د عدلیې وزیر او له انسان قاچاق سره د مبارزې شبکې د تخنیکي عالي کمیسیون مشر عبدالبصیر انورغونډې ته وویل، دا شبکه د ۱۶ دولتي او نادولتي بنسټونو په غړیتوب سره رامنځته شوې‌ده.

د ښاغلي انور په وینا، انساني قاچاق د نورو غیرقانوني عایداتي سرچینو ترڅنګ، د سرغړونکیو په عایداتي سرچینه بدل شو‌يدی.

بلخوا، د کډوالۍ نړۍوالې موسسې مسووله سارا کریګس وايي، تر اوسه پورې دې شبکې شاوخوا ۱۵سوه ښځې او نارینه روزلي او ۵ میلیونو نورو هم د انسان قاچاق په تړاو معلوماتي پیغامونه ترلاسه کړي‌دي.

د مېرمن کریګس په وینا، یو شمېر ډلې هڅه کوي له ایران او پاکستانه بېرته راستنو شویو کډوالو ناوړه ګټنه وکړي او دا شبکه د انساني قاچاق مخنیوي، عدالت‌غوښتنې او د قربانیانو ساتنې په برخو کې فعالیت کوي.

غونډې ته په کابل کې د امریکا سفیر جان بس وویل چې افغانستان د انساني قاچاق د ترانزیت لاره دی.

د امریکا سفیر په وینا، هېواد یې له‌دې شبکې ملاتړ کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام