په ارګ کې نوم ورکی قبر موندل شوی

ارګ وايي، چې د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ د نوې ودانۍ جوړولو پر مهال د دوو کسانو د بدن غړي موندل شوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ زیاتوي، چې په ارګ دغه پاتې شوني د ارګ دویم نمبر ماڼۍ د پخلنځي جوړونې د کار په جریان کې د کاريګرانو له خوا ویستل شوي.

د ارګ له خوا رسنيو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددغو وژل شویو کسانو د سر کوپړۍ او د بدن هډوکي په دې ځای کې موندل شوي او اوسمهال عدلي طب ته د تشخیص او پېژندلو له پاره استول شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د دغو کسانو د پېژندګلوۍ له پاره یو څېړنیز کمېسیون ګومارلی دی.

سرچينه وايي، چې په دغه کمیسیون کې د کورنیو چارو وزارت، د عدلي طب ریاست، د بشري حقونو له پاره د ډاکټرانو د بنسټ او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون استازي شامل دي.

د افغان ولسمشر له خوا دغه کمیسیون ته دنده سپارل شوې، چې د دغو کسانو پېژندګلوي وکړي او د روښانه کېدو په صورت کې کورنۍ هم پېدا کړي.

ولسمشر امر کړی، چې دغو اشخاصو د جسدونو پاتې شوني باید په درناوي خاورې ته وسپارل شي.

په خبر پاڼه کې دا هم ویل شوي، که چېرې ددغو مړو وارثان پیدا نه شول، نو پاتې شوني به یې د اسلام د سپېڅلي دین د لارښوونو په رڼا کې د حکومت له لوري خاورو ته سپارل کيږي.

په تېرو څو لسيزو کې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ځينو سياسي مخالفينو د قتل ځای وو، چې پخوانی جمهور رییس داودخان او غلام نبي خان يې د دغو له ډلې يادولی شو.

داسې زياتې کورنۍ شته، چې د کورنيو د غړو جسدونه يې تر اوسه هم نه دي موندل شوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام