د تخار په درقد ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو لسګونه کورنۍ کډه کولو ته مجبورې شوېدي. طالبان له څوو ورځو راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو کورنیو ته په لوړ غږ خبرداری ورکوي چې هر څومره ژر کولی شي خپل کورونه پرېږدي او یا دې د دولت سلاوې پر ځمکه کېږدي.
د درقد د محلي پولیسو یو سرتېري نورمحمد سلام وطندار ته وویل چې طالبانو یوه اوونۍ مخکې د دوی کورنۍ له درقده ویستې ده.
هاخوا بیا د تخار د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ د پاڅونوالو قوماندان ملک تاتار وايي چې طالبانو د ملي اردو، ملي پولیسو، محلي پولیسو او همدارنګه د پاڅونوالو کورنۍ د کورنو پرېښودلو ته مجبورې کړېدي.
ځايي اوسېدونکي هم ادعا کوي چې طالبانو د امنیتي ځواکونونیو له کورنیو غوښتي، که له کورنو ونه وځي؛ طالبانو ته دې روپۍ ورکړي. دوی وايي چې طالبانو د عمري ښارګوټي کارونه بیاځلي پیل کړيدي.
د درقد ولسوال مولوي سیفالدین د کورنو پرېښودولو د تایید ترڅنګ وايي چې طالبانو دا پرېکړه د امنیتي ځواکونو له ناکامو عملیاتو وروسته کړېده.