پمپیو: د سولې هوکړه‌ليک پرته د اجرايي کېدو دوه نور پټ سندونه‌ هم شته

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خبر ورکړ چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې‌ د تړون تر شا دوه  محرم اسناد شته چې دوی یې نه‌شي په ډاګه کولای.‌

نوموړي تېره ورځ «سي بي اس» ټلويزوني شبکې سره خبرو کې ويلي چې دوه داسې اجرايي عنصرونه شته چې ډېر محرم دي او هغه اجرايي نظامي اسناد دي چې د دوی د پوځیانو د مصوونیت لپاره اهمیت لري.

پمپيو زياته کړې چې دا محرم اسناد به د کانګرس غړيو ته هم وښودل شي.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د امريکا او طالبانو  ترمنځ د سولې هوکړه کې د پردې تر شاه څه نشته.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې‌ تړون د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشتي پر ۲۹مه نېټه د قطر په دوحه کې لاسليک شو.

ددغه تړون له مخي‌ به نور وسله وال طالبان په افغانستان کې پر امریکايي پوځ بریدونه نه کوي. بین الافغاني خبري به پیل کېږي او اوربند ته به لار پرانيستل کېږي.

افغان چارواکي د سولې د بین‌الافغاني خبرو اترو اصطلاح ناسمه ګڼي. دا ډول خبرې اترې یو خوا له حکومت نه د عمل ابتکار اخلي او بل خوا په کور دننه او بهر له انزوا سره مخ کېدای شي.

ټاکل شوې ده چې طالبان او افغان حکومت به د بین‌الافغاني خبرو پړاو د رواني مارچ میاشتي له لسمې نېټې پيل کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام