پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۳۳۰ ته ورسېد

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو په ۱۲ ولايتونو کې د کورونا ويروس ۹۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د ياد وزارت د وياند مرستيال توحيد شکوهمند نن وويل چې تر ټولو ډېرې ۵۳ پېښې په کندهار کې، ۱۱ په کابل، ۱۰ په تخار، ۵ په ننګرهار، ۵ په پنجشېر، ۳ په هرات، ۲ په فراه، ۲ په غزني او يوه يوه په نيمروز، دايکندي، لغمان او پروان کې ثبت شوې دي چې له دې سره په هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۳۳۰ ته رسېږي.

د شکوهمند په وينا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ويروس له کبله ۳ کسان مړه شوي او ۹ نور بيا ښه شوي دي چې له دې سره د ټولو ښه شوو کسانو شمېر ۱۸۸ او د مړو شويو شمېر ۴۳ کېږي.

هغه نوملړ چې نن د عامې روغتيا وزارت خپور کړی، ښيي چې ياد وزارت تر اوسه پورې د ۷۴۲۵ شکمنو پېښو تشخيص کړی چې له دې ډلې يوازې د ۱۳۳۰ کسانو پايلې مثبتې وې او نور منفي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام