پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۱۰ ته لوړ شو

د عامې روغتیا وزارت په هرات او فراه ولایتونو کې د کورونا ویروس د ۱۴ نورو مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هرات د تشخیص په مرکز کې ۴۸ شکمنې پېښې وکتل شوې چې له ډلې یې د ۲ ښځو په ګډون، ۱۴ هغه مثبتې دي.

د نوموړي په وینا، ۱۱ تازه پېښې په هرات او ۳ نورې په فراه ولایتونو کې ثبت شوې دي.

کورونا ویروس اوس په ټولنه کې خپور شوی او هره ورځ یې مثبتې پېښې په ډېرېدو دي. کابل د دغه ویروس د خپرېدو مخنیوي او څو مثبتو پېښو د ثبتېدو له کبله د درې اوونیو لپاره قرنطین شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام