په کابل ښار کې ځينو ځوانانو د (فبرورۍ ۵ مه) پر ښځينه و د زور زیاتي دود په غبرګون اواز وچت کړ.

زلميو د ښځو څادرۍ په سر کړې وې او پر مېرمنو یې د زور زیاتي د مخنيوي غوښتنه کوله.

دغه ډله ځوانان په پلازمېنې کابل ښارکې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون دفتر په مخ کې سره راټول شوي و، او پر ښځو یې د زور زیاتي دود  پر ضد شعارونه ورکول.

ددې اعتراض کوونکو له ډلې یو هم مدني فعال او لیکوال بصیر بیتا و ، چې ددوي ددې راټولېدنې موخه د مارچ ۸ مه دښځو نړیواله ورځ لمانځل دي.

بیتا زیاته کړه، چې د څادریو له په سر کولو یې مقصد دهغه میرمنو سره خواخوږي ښکاره کول و، چې څادرۍ یې په سر وي.

بیتا وايي، له دې کار مو دا هم په ډاګه کول غوښتل، چې"مونږ دښځو دڅادريو مخالف نه يو"

 سرچینه وايي، یواځې په نویو او ښایسته هوټلونو کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب او د مارچ د ۸ لمانځل بسنه نه کوي.

دغه اعتراض کونکي دا هم وايي، چې دمېرمنو له حقونو د ملاتړ له پاره ډيرو لګښتونو ته اړتیا نشته.

دوي د پې غور په توګه سرکونو ته راوتلي، چې هغه بنسټونه وننګوي، چې د ښځو دحقونو ملاتړ له پاره ډير لګښتونه کوي.

مینا میرزاد هم له دې ډلې ځوانانو سره یو ځای د اعتراض به توګه د بشري حقونو د دفتر مخې ته ولاړه وه.

مینا میرزاد دغه ډله زلمي، چې د ښځو څادرۍ یې په سر کړې وې وستایل، خو څادري یې هم پر مېرمنو زیاتی وباله او دا یې دمېرمنو د محدودیت په نوم ونوموه.

پېغلې میرزاد وویل، دا ډول کمپاينونه" ډير اغیزمن دي او کولی شي د میرمنو پر وړاندې د تاو تریخوالي مخه ونیسي."

مینا رضايي د مینا ميرزاد بله ملګرې وه، چې په دغه لاريون کې یې د ښځو پر وړاندې تاو تريخوالي ته د( نه) ویلو شعار په خوله و.

د میرمن رضايي په وینا، دا لومړی ځل دی "چې سړي د ښځو په ننګه راپورته کيږي او له هغوي د ملاتړ دښکاره کولو له پاره د ښځو څادري په سر کوي." مینا رضايي له دې خوځښتونو خوښه بریښي اوباوري ده، چې دا اعتراضونه به اغیز ولري.

د کابل ځوانو مدني فعالانو داسې مهال د ښځو څادرۍ له هغوي د ملاتړ په مقصد په سر کړلې، چې یوه اونۍ وړاندې یوې پېغلې کبرا خادمي له ځانه وسپنيزکالي تاو کړي و او د کابل پر سرکونو او واټونو ددې له پاره وګرځېده، چې د جونو د زورولو او پر مېرمنو د زیاتي کولو په خلاف اعتراض وکړي.

په همدې حال کې نن په کابل کې د ښځو د نړیوالې ورځ لمانځنې په غونډه کې ولسمشر اشرف غني وویل، له دې وروسته نه یواځې د ښځو د چارو وزارت؛ بلکې ټول وزارتونه دې پر ښځو د تاو تريخوالي خلاف مبارزه پر مخ یوسي.

غني له وزارتونو وغوښتل، چې په دولتي ادارو کې د ښځو زورونې موارد دې اړوند چارواکي په نښه او له ولسمشرۍ ماڼۍ سره شریک کړي.

دمارچ ۸مه په نړۍ کې د ښځو د نړیوالې ورځې په نوم لمانځل کيږي، چې مقصد ترې دښځو دحقونویادونه، درناوی وړاندې کول او په ټولنه کې پر ښځو د زور زیاتي خلاف د مبارزې پر مخ وړل دي؛ خو په افغانستان کې بیا په دې ورستيو کې په ځینو ولایتونو کې نه یواځې دا، چې دغه تاو تريخوالی کم شوی نه دی؛ بلکې پر ښځو د زور زیاتي نوې نمونې هم ثبت شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام