پر جاغوري، مالستان او روزګان د طالبانو برید پروړاندې اعتراض

د کابل سلګونو اوسېدونکیو تېره شپه پر جاغوري، مالستان او روزګان ولسوالیو د طالبانو بریدونو پروړاندې اعتراض وکړ او په یادو ولسوالیو کې یې د امنیت ټینګښت غوښتنه کوله.

اعتراض‌کوونکیو چې د حکومت ـ حکومت، امنیت ـ امنیت؛ جاغوري ـ مالستان او روزګان ـ روزګان شعارونه یې ورکول، د ارګ تر دروازې ځان ورساوه.

بلخوا په بلخ، بامیان او غزني ولایتونو کې هم خلک سړکونو ته راووتل او له حکومت یې غوښتنه کوله چې د خلکو ژوند خوندي کړي.

په جاغوري، مالستان او خاص‌روزګان ولسوالیو کې د هوايي عملیاتو په اړه د فرمان ورکول، جګړه‌ځپلیو سره بېړنۍ مرستې، په لویو لارو کې د امنیتي پوستو جوړول، په مرکزي سیمو کې د دایمي قول‌اردو جوړول او د ولسمشر د مخکنیو ژمنو عملي کول، د اعتراض‌کوونکیو بنسټیزې غوښتنې وې.

دوی خبرداری ورکړ، که حکومت یې غوښتنې و نه مني، خپل اعتراضونه به پراخ کړي.

د کابل پوهنتون یوشمېر محصلانو هم د اعتراض په توګه خپلې زده‌کړې پرې ايښي او سړکونو ته راوتلي دي.

په همدې حال کې لوی درستیز محمدشریف یفتلي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل چې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې طالبانو په مالستان ولسوالي کې مات شوي او د ولسوالي له مرکزه لرې شوي دي.

د نوموړي په وینا، د ملي امنیت ۴۰ ځانګړي ځواکونه او ۳۵ کومانډویان چې په پرمختللیو تجهیزاتو سمبال دي، سره جاغوري ولسوالي ته لېږل شوي دي.

د کابل ګارنېزیون قومندان مراد‌علي مراد چې د اعتراض‌کوونکیو منځ ته ورغلی و وویل چې ولسمشر په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو لارښوونه کړې ده.

نوموړي خبرداری ورکړ، که حکومت د اعتراض کوونکیو غوښتنې ونه منلې، دی به له خپلې دندې استعفا وکړي. مراد ژمنه وکړه چې ولسمشر به هم د رسنیو له لارې په مستقیم ډول له اعتراض‌کوونکیو سره خبرې وکړي.

طالبانو له تېرو څو اوونیو راهیسې پر خاص روزګان ولسوالیو بریدونه پیل کړي چې د رسمي شمېرو له مخې تراوسه یې ۶۳ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

دغه راز طالبانو ۶ ورځې وړاندې د غزني پر جاغوري ولسوالي هم برید وکړ چې حکومت لږ شمېر ځانګړي ځواکونه ورته استولي چې له ډلې یې ۱۰ ځانګړي ځواکونه له ۱۵ ملکیانو سره د تېرې ورځې په برید کې ووژل شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام