د دولت او طالبانو مرکچي پلاوي د اختلافونو د حل لپاره د دواړو لوریو د تماس ډلو ترمنځ د بحثونو د بیا پیل خبر ورکوي.
د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړی او ویاند نادر نادري وايي، د دواړو لوریو د تماس ډلو له څو ورځو وروسته بېګاه بیا ګډه غونډه لرله.
نوموړي پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، په یاده غونډه کې چې څو ساعته یې دوام وکړ، دواړو لوریو د سولې خبرواترو په کړنلاره کې پر اختلافي موضوعاتو بحث وکړ او دا بحثونه به دوام ولري.
نادر نادري دغه راز نن په دوحه کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د دولت او طالبانو د تماس ډلې به نن هم د کړنلارې پر اختلافي موضوعاتو د بحث لپاره سره کېني.
د طالب ډلې د قطر دفتر ویاند محمد نعیم هم په یوه ټویټ کې لیکلي چې په یاده ناسته کې د دولت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د کاري اصولو پر ځینو برخو بحث شوی دی. هغه وايي، دغه غونډې به تر وروستۍ هوکړې پورې دوام ومومي او له حل کېدو سره سم به یې د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې پیل شي.
د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې د سنبلې میاشتې په دوهویشتمه نېټه د قطر په دوحه کې پیل شوې، خو د دواړو لوريو مرکچیان تر اوسه نه دي توانېدلي چې د مذاکراتو په کړنلاره کې پر اختلافونو هوکړې ته ورسېږي او د سولې خبرې اترې پیل شي.