د هغو راپورونو له خپرېدلو وروسته ـ چې د خوست ملا امامانو د امنیتي ځواکونو د جنازې لمونځ نه ادا کوي ـ د پروان امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت ملا امامان د بهرنیو په امر د امینتي ځواکونو د جنازې له اداکولو ډډه کوي.
د بګرام د پوځي پولیسو د فرقې قوماندان صفيالله صفي د امنیتي ځواکونو د ورځې نمانځغونډې کې له دیني عالمانو وغوښتل چې د اسلام دین د ارشاداتو په اساس دې عمل وکړي؛ نه دا چې د بهرنیو هېوادونو امرونه پلي کړي او د خپلو امنیتي ځواکونو د جنازو له کولو انکار وکړي.
د پروان ولایتي شورا غړي په خوست ولایت کې د یو شمېر ملا امامان د دغه عمل په غندلو سره، هغوی له دینه نا خبره بولي.
د پروان ولایتي شورا مرستیال امین الله شکوري د امنیتي ځواکونو قرباني او سختۍ هغه ښېګڼې ګڼي چې ټول هېوادوال یې له امله په خپلو کورونو کې ارام ناست وي. د ده په وینا، هر هغه ملا امام چې زموږ د امنیتي ځواکونو جنازه نهکوي؛ هغه له دې بېخبر او لعنتي دی.
په پروان ولایت کې د امنیتي ځواکونو د ورځې نمانځغونډې کې مدني فعالان د پروان او د نورو ولایتونو د سرتېرو کورنیو ته ـ چې پهدې ولایت کې دنده تر سره کوي ـ د روغتیایي بیمې د خدمتونو د وړاندې کولو غوښتنه کوي.
د پروان د مدني ټولنو د بورډ مشر محمد شفیع مشفق وايي، له پروان پرته په نورو ولایتونو کې دغه خدمتونه عرضه کېږي.
د کب نهمه ـ چې د هېواد د ملي امنیتي ځواکونو د ورځې په توګه ټاکل شوې ـ هر کال په کابل او د هېواد نورو ولایتونو کې نمانځل کېږي. پهدې غونډو کې د امینتي ځواکونو د قربانیو او سرښندنو ستاینه کېږي.