پاکستان یو ځل بیا ومنله، چې د افغانستان په ناامنه کولو کې د ترهګرو ملاتړی دی

د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړی استازی مشاهد حسین سید او د پاکستان د اسمبلۍ یو غړی د دې له پاره امریکا ته تللی، چې د کشمیر د ستونزې په اړه له امریکایي چارواکیو مرسته وغواړي.  

د رپوټونو له مخې، مشاهد حسین سید په واشنګټن کې د امریکا اتلانتيک کونسل په نوم څیړنیزیو مرکز کې ویلې، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما باید په دې پوه شي، چې د اسلام اباد له همکارۍ پرته په افغانستان کې سوله نه شي راتللی.

ده دا هم ویلي، چې د کشمیر د مسلې له هوارولو پرته افغانستان کې سوله نه امکان نه لري.

د چارو شنونکي په دې باوري دي، چې پاکستاني چارواکي په دا ډول څرګندونو سره یو ځل بیا دا په ډاګه کوي، چې دوی د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او ټولې نړۍ ته ترهګر صادروي.

د سیاسي چارو شنونکی طوفان وزیري له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د پاکستاني چارواکیو دا ډول دریځ د دې ښکارندوی کوي، چې دغه هېواد په نړیوال سیاست کې ګوښی شوی او ترڅنګ یې دا هم په ډاګه کوي، چې پاکستان د افغانستان او سیمې په بې ثباتۍ کې لاس لري.

د ښاغلي وزیري پر وینا، پاکستاني چارواکي غواړي په داسې څرګندونو سره وښیي، چې ترهګرې ډلې د دوی په لاس کې دي او د هر ډول کارونې ولکه یې د دوی په لاس کې ده.

دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستاني چارواکي په خپل هېواد کې د ترهګریزو ډول د ملاتړ او پټنځای په اړه دا ډول څرګندونې کوي، بلکې له دې مخکې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز هم ورته څرګندونې کړې وې.

د چارو بل شنونکی محمد یونس فکور وایې، دا ښکاره ثبوت دی، چې پاکستان د خپلو ګټو له پاره په افغانستان کې د جګړې او طالبانو ملاتړ کوي.

فکور زیاتوي، چې د بروکسل په غونډه کې نړیوالې ټولنې د افغانستان سیاسي او مالي ملاتړ څرګند کړ او د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو یې غږ وکړ، چې له افغانستان سره د سولې په ټینګښت کې مرسته وکړي.

د ده په باور، پاکستان داسې فکر کوي، که نړیوال یې اړ کړي، چې هرومرو باید د افغان سولې په اړه ګامونه پورته کړي؛ نو دوی به ورته وواي، چې اول دې د کشمیر لانجه حل شي؛ بیا به دوی د افغان سولې په اړه مرسته وکړي.

مشاهد حسین سید پخوا د پاکستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر و او اوس د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړی استازی دی. ویل کېږي، چې له دې مخکې هم ده په ځېنو مجلسونو کې داسې څرګندونې کړې وې، چې د کشمیر مسلې له هواري پرته د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې نه شي بریالۍ کېدلی.

ده د خپل وروستي سفر پر مهال امریکا ته ګواښ کړی، که د کشمیر د لانجې په اړه له پاکستان سره مرسته ونه کړي؛ دوی به روسیې او چین ته مخ کړي.

خو شنونکي په دې باوري دي، چې په پاکستان کې د امریکا تشه د روسیې او چین په ګډون بل هېڅ هیواد نه شي ډکولی او پاکستانیان یوازې غواړي، چې په دې سره له امریکایانو امتیاز واخلي. 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام