ځايي چارواکي وايي، پاکستانیو ځواکونو یو ځل بیا د کونړ ولایت پر لېرې پرتې دانګام ولسوالۍ توغندیز بریدونه پیل کړي دي.
د دانګام ولسوال محمد رحمان دانش سلاموطندار ته وویل، دا توغندیز بریدونه تېره ورځ (یک شنبه) ناوخته شاوخوا څلور بجې پیل شوي او د نن سهار تر پنځو بجو یې دوام کړی چې په دغه موده کې ۲۰۵ توغندي راویشتل شوي دي.
نوموړی وايي، دا توغندي د دانګام ولسوالۍ پر کچلي، سورکمر او یو شمېر نورو سیمو لګېدلي دي؛ خو تر اوسه په کې چاته زیان نه دی اوښتی.
هغه وايي، بریدونه نن سهار یو څه ارامه شوي او یوه اندازه مالي زیان یې اړولی دی.
د دانګام ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط سلاموطندار ته وویل، له تېرې ورځې راهیسې د دوی پر ولسوالۍ یو وار بیا د ډېورنډ کرښې له هغې غاړې توغندیز بریدونه پیل شوي چې اوسمهال دغه ویشتنې بندې شوي دي.
هغه وویل، په دې تازه بریدونو کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی؛ خو د بریدونو په اړه خورا اندېښمن دي.
پر کونړ د پاکستانیو ځواکونو د توغندیزو بریدونو په لړ کې دا په یوه شپه کې تر ټولو ډېر شمېر توغندي دي چې راویشتل شوي دي.
د چارواکیو د معلوماتو لهمخې، پاکستان په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې پر کونړ نږدې شپږ زره توغندي راشړلي دي.