د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرسیتال خان جان الکوزي له راغلي پاکستانی پلاوي سره یو ځای د (اپریل په ۱۴مه) یوې خبري ناستې ته وویل، چې افغاني او پاکستاني سوداګر د ټرانزیټ، کورنۍ سوداګرۍ او پانګونۍ په برخه کې درې ګډې اړیکې لري.
په دغه ناسته کې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیرخان، د افغانستان د سوداګرۍ سرپرست مزمل شینواری، د پاکستان د سوداګرۍ سکرټر ارباب شهزاد له دوبۍ راغليو افغان سوداګرو، صنعت کارانو او د سوداګرۍ خونې غړیو ګډون درلود.
الکوزي زیاته کړه، چې د افغانستان او پاکستان سوداګرو د ټرانزیټ، داخلي سوداګرۍ او پانګونۍ په برخه کې د شته ستونزو د هوارۍ په موخه خبرې وکړې.
د سوداګرۍ خونۍ سرپرست د USAID د راپور له مخې چې په اسلام اباد کې چمتو شوی و، ویل، موږ د "اپټا" له قرارداد نه مخکې په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې د کال ۷۰ زره کانټينرونه له کراچۍ بندر نه واردول او په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې دغه کچه د کال ۱۵ زره کانټینرونو ته راټیټه شوې ده، چې د ستونزو شته والی راښيي.
نوموړی وايي، چې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو کې له پاکستان سره زموږ داخلي سوداګري ۲.۵ ملیارده ډالره وه، خو برعکس دغه کچه سږ کال ۲ میلیارده ډالرو ته را ټیټه شوې ده، چې دا خپله د ستونزو په مانا ده.
په همدې ډول د پانګونې په برخه کې افغانستان د پاکستان سوداګرو د برېښنا، ځمکې او جواز په برخه کې پرتې ستونزې نه دي حل کړي او د پانګې اچونې د ډېرېدو مخه ډب شوې ده.
خو په ناسته کې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیرخان د افغان سوداګرو او اقتصادي پراختيا په اړه د ستونزو د حل په موخه تخنیکي خبرې ونه کړې، خو زیاته یې کړه، چې افغانان او پاکستانیان لېواله دي، چې دواړه هېوادونه ښې اقتصادي اړیکې ولري.
ارباب شهزاد په ناسته کې د افغان سوداګرو د ستونزو د هواري اړه خوشبیني وښوده.
ارباب زیاته کړه، چې پاکستان ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له سفر وروسته په پاکستان کې د افغان سوداګرو ۷۰ سلنه ستونزې حل شوي دي.
دغه زار الکوزي هم وویل، چې د کراچۍ او واګه بندر کې د افغان سوداګرو ستونزې له پخوا نه راکمې شوې دي.
مزمل شینواري وویل، چې له پاکستان سره په سوداګرۍ کې زموږ خبرې مخامخ او تشریفاتي نه دي.
شینواري زیاته کړه، چې موږ له پاکستان سره ۳۰ سلنه سوداګري او ۵۰ سلنه ترانزیټي پيوند لرو.
ده ویلي وو، چې نن (د اپریل په ۱۵مه) دغه پاکستانی پلاوی له افغان لوړپوړو چارواکو سره د سوداګریزو او ټرانزیټي ستونزو د حل په موخه خبرې اترې وکړي او په کانتېننټل کې به د پاکستان د سوداګریزو توکو نندار تون هم پرانیزي.
شینواري هیله وښوده چې په اسلام اباد، کراچۍ، لاهور او پېښور کې د افغان سوداګرو له پاره داسې نندار تونونه پرانیستل شي.
الکوزي دا هم وویل، پاکستان ژمنه کړې چې په تورخم او سپین بولدک سیمه کې سوداګریز ترمینلونه جوړه وي، چې له امله به یې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او موټر چلوونکیو ستونزې حل شي.
نوموړي زیاته کړه، چې افغان ولسمشر غني هدایت ورکړی، چې په اقینه او شېرخان بندر کې صنعتي زون جوړوي او پاکستاني سوداګرو ته به لازم امتیازیات ورکوي او بې له مالیې نه به منځنۍ اسیا ته خپل سوداګریز توکي لیږدوي.