د سلام وطندار د موندنو پر بنسټ د نورستان ولایت د ښوونې ریاست له ۱۳ زره او ۷۸ ښوونکیو له ډلې د ساینسي مضمونونو له پاره یوازې درې لېسانس ښوونکي لري، چې ساینسي مضامین تدریسوي.
دغه راز دا موندنې ښیي، چې د نورستان د ښوونې ریاست د ټولو ښوونکیو له ډلې یوازې ۴ سلنه یې په ساینسي مضمونونو کې نیمه عالي زده کړې لري.
د نورستان د ښوونې ریاست د څارنې او ارزیابۍ برخې امر قدرت الله عطایي سلام وطندار ته وویل، چې په دغه ولایت کې ۲۳ د ریاضي، ۱۱ د بیولوژي، ۱۲ د کیمیا، ۳ د فزیک او ۷ هم د فارسي او انګلیسي مضمونونو ښوونکي موجود دي، چې له ۱۴م ټولګي فارغ شوي دي او په ښوونځیو کې درس ورکوي.
وحید الله په نورستان ولایت کې د ریاضي ښوونکی دی.
نوموړی نیمه عالي زده کړې لري، دی وايي، چې د مسلکي ښوونکیو د کمښت له امله د ریاضي مضمونونو ترڅنګ زده کوونکیو ته د فزیک او کمپیوټر درس هم ورکوي.
وحید الله وايي، چې د رشتې خلاف مضمونونو تدریس له ستونزې سره مخ کړی دی، زیاتوي، اړ دی په دې برخو کې هم درس وکړي؛ ځکه چې دوی د مسلکي استادانو له کمښت سره مخ دي.
دی د پوهنې وزارت له مسوولانو غواړي، چې د نورستان ولایت د پوهنې ریاست سره د مسلکي استادانو د روزنې په برخه کې جدي کار وکړي.
خو په نورستان کې د مسلکي ښوونکیو نه شتوالی یوازینۍ ستونزه نه ده، بلکې د سلام وطندار د موندنو پر بنسټ ۷۶ سلنه ښوونځي ودانۍ او ټولګي نه لري او له ۵۶ زره ۸۲۴ زده کوونکیو له ډلې ۴۳ زره ۳۴۰ تنه زده کوونکي د ټولګیو د نه موجودیت له امله په پرانیسته فضا کې زده کړي کوي.
د نورستان ولایت د پوهنې ریاست د څارنې او ارزیابۍ امر قدرت الله عطايي سلام وطندارته وویل، چې اوس مهال په نورستان ولایت کې ۲۳۶ ښوونځي موجود دي، چې له دې شمېره ۱۸۰ ښوونځي ودانۍ نه لري.
عطايي زیاتوي، چې په روان ښوونیز کال کې د نورستان د پوهنې اداره ۱۰۰۹ خېمو ته اړتیا ده.
پوښتنه دا ده، چې د پوهنې وزیر اسدالله حنیفي له یو کال راهیسې ولې په دې نه دی توانېدلی، چې د نورستان د پوهنې په برخه دغه جدي ستونزې حل کړي؟
په دې اړه د پوهنې وزارت ویاند مجیب مهرداد سلام وطندار ته وویل، چې په افغانستان کې له ۴۹ تر ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي په کرایي ودانیو یا هم په خېمو کې زده کړې کوي.
مهرداد همدارانګه زیاته کړه، چې په نورستان ولایت کې په دې برخه کې زیاتې ستونزې لري، وايي، چې روان کال د پوهنې په برخه کې په ټول افغانستان کې د ۷ زرو او ۸۰۰ نویو ټولګیو د جوړولو بودیجه لري، چې د نورستان په څېرو ولایتونو ته به جدي او ځانګړې پاملرنه وشي.
د پوهنې وزارت د ویاند ځواب په دې اړه، چې ولې په نورستان ولایت کې د ۵۶ زرو او ۸۲۴ زده کوونکیو په لرلو سره د ساینسي مضمونونو په برخه کې یوازې ۳ مسلکي لېسانس ښوونکي لري؛ د قناعت وړ نه وو.