ټرمپ: پومپيو د بین‌الافغاني خبرو پرانيستونکيو مراسمو کې ګډون کوي


د امریکا ولسمشر ویلي، د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم دوحې ته ځي ترڅو د سولې د بین الافغاني خبرو په پرانيستونکيو مراسمو کې ګډون وکړي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د بین‌الافغاني مذاکراتو له پیلېدو هرکلی کړی او سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار یې خبرې اترې بللې دي.

دغه راز، د قطر د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې دا هېواد به د سپټمبر په دوولسمه  د شنبې په ورځ د افغانانو ترمنځ د خبرو کوربه وي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او طالبانو منلې چې د سولې بین‌الافغاني خبرې به د شنبې په ورځ پیل شي. حکومت وايي، مرکه‌چي پلاوی یې نن جمعه دوه بجې له حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر نه د قطر پلازمېنې دوحې ته روانېږي.

 طالبانو هم تایید کړې چې ۶ بندیان یې قطر ته رسېدلي او د شنبې په ورځ به بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د سولې خبرو پرانيستغونډه کې به د مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر، د سولې په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی سلام رحیمي او د سولې چارو لپاره د دولت وزیر سید سادات منصور نادري د افغانستان اسلامي جمهوریت استازیتوب کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک هم منلې چې د خبرو لپاره چمتوالی بشبړ شوی او طالبان هوډ لري چې مذاکرات ښه پر مخ لاړ شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام