د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په يوه ټلفوني اړيکه کې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره د طالبانو له لوري افغانستان کې د تاوتريخوالي پر کمولو غږېدلی دی.
له سپینې ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوريو د سولې د خبرو او د دواړو لوريو د بنديانو د خوشې کولو په اړه يې بحث کړی چې له مخې يې افغانستان کې سوله ټينګېږي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د کورنا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه له طالبانو څو ځلې وغوښتل چې اوربند وکړي.
په تېرو دوه اوونيو کې د ملي امنيت شورا هم طالبانو سره سولې ته رسېدو لپاره او د ملکيانو د وژنې د مخنيوي په موخه له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې.
خو طالبانو تر اوسه پورې دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.
حکومت د ولسمشر غني د فرمان له مخې تر اوسه پورې ۴۳۲ طالب بنديان خوشې کړې دي او طالبانو هم تر اوسه د دولت۶۰ بنديان خوشې کړې دي؛ خو امنيت شورا ويلي چې طالبانو هغه بنديان نه دي خوشې کړي کوم چې دوی نوملړ ورکړی دی.
تېره اوونۍ د امنيت شورا وياند جاوېد فیصل وويل چې د طالبانو له لوري خوشې بنديان ملکي کسان دي او يوازې ۱۹ يې امنيتي ځواکونه دي.
ټاکل شوې د دواړو لوريو د بنديانو له خوشې کولو وروسته بينالافغاني خبرې پيل شي.