ټاکل شوې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرامپ په جنګي جرمونو تورن امریکایي سرتېرې وبښي. یو سرتېری ـ چې ټاکل شوې وبښل شي ـ متیو ګولستین دی چې په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې د یو افغان ملکي په وژلو تورن دی.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر عدلیې وزارت نه غوښتي چې د هغو امریکايي سرتېرو دوسیې ـ چې په جنګي جرمونو تورن دي ـ د بښلو لهپاره د ده په اختیار کې ورکړي.
دا هغه سرتېري دي چې په افغانستان او عراق کې په جنګي جرمونو او د غیرنظامي وګړیو په وژلو تورن دي.
د دې راپور پر بنسټ، ځېنې کسان ـ چې احتمال لري ټرامپ یې په راتلونکې اوونۍ کې وبښي ـ حتا محکمې ته هم نهدي تللي.
سپينېماڼۍ او د امریکا دفاع وزارت پهدې اړه نیویارک ټایمز سره نظر نهدی څرګند کړی.
د امریکا ځېنې حقوقي کارپوهانو هم خبرداری ورکړی چې د ډونالډ ټرامپ دا پرېکړه به د امریکا د پوځي قانون مشروعیت ته زیان ورسوي.
د افغانستان د سیاسي چارو کارپوهان هم وايي چې د امریکا د ولسمشر دا اقدام نړۍوالو قوانینو ته بېحرمتي ده.