ولسي جرګې کې «د امنیتي تړون» پر سر نانندرۍ

د ولسي جرګې په نننۍ غونډې کې د نورو موضوع‌ګانو ترڅنګ وکیلانو یو ځل بیا د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون په اړه د یو بل خلاف نظرونه څرګند کړل.

ځېنو وکیلانو وویل چې دغه تړون د افغانانو په ګټه دی او په وینا یې داسې وکیلان شته چې د سیاسي کتنو پر بنسټ له دغه تړونه ناوړه ګټه پورته کوي او د باج اخېستلو په موخه یې پر تړون د بیا کتنې موضوع راپورته کړې‌ده.

د کندوز استازي کمال ساپي وویل چې ټول وکیلان باید مسوولانه نظر ولري او د سیاسي باج له‌پاره د امریکا په اړه غیرمسوولانه خبرې د ولسي جرګې له وکیلانو سره ښې نه ښيي.

ده زیاته کړه، امریکا او ولس یې په نړۍواله کچه د افغانستان ستر ملاتړی دی او په بېلابېلو برخو کې  له افغانستان سره مرستی کوي. د ده په وینا دا تړون د افغانستان په ګټه دی.

خو د ولسي جرګې لومړي نایب همایون همایون ـ چې د جرګې مشري یې کوله ـ وویل، تېره اوونۍ شوې پرېکړه، د امنیتي تړون د لغوې په اړه نه، بلکې پر دې تړون د بیا کتنې په  موخه شوې‌وه.

ښاغلي همایون زیاته کړه، اکثرو وکیلانو تېره اوونۍ د تړون مخالفت کولو؛ خو نن یې پلوي کويږ

د جرګې غړې شکېبا هاشمي وویل، امریکا د امنیتي تړون د لاسلیکولو پرمهال له افغانستان سره مهمې ژمنې کړې‌وې چې تر اوسه یې یوه هم نه‌ده عملي کړې.

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړۍ ګلالی نور ساپۍ وویل چې د ولسي جرګې په تېره غونډه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ پر امنیتي تړون د بیا کتنې په اړه پرېکړه ځکه ناقانونه وه چې د جرګې نصاب پوره نه‌و.

په غونډې کې ځېنو وکیلانو او د جرګې لومړي نایب د ولسمشر پر دویم مرستیال هم نیوکې وکړې چې تېره ورځ یې د افغانستان او امریکا ترمنځ پر امنیتي تړون د بیا کتنې په اړه د ولسي جرګې پرېکړه د ملي ګټو خلاف بللې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام