ولسي جرګې معصوم ستانکزي او عبدالله خان حبیبي ته د باور رایې ورکړې

عبدالله خان حبیبي او معصوم ستانکزي په ترتیب سره له ولسي جرګې نه د باور ۱۶۷ او ۱۶۱ رايي واخیستې او د دفاع وزارت او ملي امنیت عمومي ریاست څوکۍ یې خپلې کړې.

د جرګې په نننۍ غونډه کې ۲۲۴ وکیلان حاضر وو او د هر نوماند د بریالي کېدا له پاره ۱۱۳ رایې تعین شوې.

وکیلانو معصوم ستانکزي ته ۴۱ رد، ۱۵ باطلې او ۸ سپینې رایې ورکړې او عبدالله خان حبیبي ته یې ۳۴ رد، ۱۳ باطلې او ۶ سپینې رایې ورکړې.

محمد زمان سنګري هم په نننۍ غونډه کې په ۱۳۲ تاييد او ۵۲ رد رایو د سترې محکمې غړیتوب ترلاسه کړ.

ستانکزي د رايي اچونې له بهیره مخکې د ملي امنیت په ریاست کې د سمونونو په راوستلو سره وویل، چې دې ریاست ته له ننوتلو سره به د امنیتي وضعیت په ښه والي کې له هېڅ نه درېغ ونه کړي. هغه زیاته کړه، چې په مرور د وخت سره جرمونه پرمختګ کوي او دی به د جرمونو په راکومولو او امنیتي حالت په ښه والي کې له نوې ټکنالوژۍ نه کار واخلي.

عبدالله خان حبیبي هم د جنګ په برخه کې د سمونونو په اړه معلومات ورکړل، هغه وویل، چې د طالبان پر وړاندې به د امنیتي ځواکونو شپنیو عملیاتو کې زیاتوالی راولي. د حبیبي پر وینا، د امنیتي ځواکونو په روزنه او تشکیلاتو په شمېر کې بدلون راوستل یې لومړیتوب دی.

معصوم ستانکزی له دې وړاندې په بېلابېلو پستونو دنده اجرا کړې او د حکومت د پرېکړو له مخې کله په یو پست او کله په بل هغه ټاکل کېږي. دی یو ځل تېر کال د سرطان په میاشت کې ولسي جرګې ته د دفاع وزیر په توګه د رايو اخیستنې له پاره ورپېژندل شوی و، خو له جرګې بریالی راونه وت.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام