د ولسي جرګې د بودیجې او مالي کمېسیون غړی محمدعظیم محسني نن د جرګې په عمومي غونډې کې وویل، د ۱۳۹۷ مالي کال منځمهال بودیجې کې بدلونونه راغلي دي. د ده په وینا، سږنۍ مالي بودیجه څه باندې ۳۹۴ میلیارده افغانۍ ده او د کال نیمايي کې څه باندې ۱۳ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه افغانۍ پهکې ور زیاتې شوېدي.
ښاغلی محسني وايي، په پراختیايي بودیجې کې ۳.۲۲۸ میلیارده افغانۍ او عادي بودیجې کې ۹.۳۶۱ میلیارده افغانۍ اضافه شوېدي.
د ښاغلي محسني په وینا، په ۱۳۹۷ کال کې د مالیاتو راټولولو لهپاره ۱۷۳ میلیارده افغانۍ هدف تخمین شویدی.
خو د ولسي جرګې ځېنو غړیو پرمختیايي پروژو کې د توازن له نهشتوالي اندېښنه څرګنده کړه او د جرګې د بودیجې او مالي کمېسیون له لوري د بودیجې چمتو شوې ضمیمې سره مخالفت وښود.
د ولسي جرګې غړيو فرهاد عظیمي، صاحبخان او اسدالله سعادتي وايي، د کمېسیونونو غړیو په بودیجه کې یوازې خپل ولایتونه شامل کړي چې دا دوی ته د منلو نهده.
دوی د متوازنې پراختیا پر معیار ټینګار کوي او غواړي چې ۹۲ وړاندیز شوې پروژې دې د ولایتونو په بودیجې کې د توازون له مخې شاملې شي.
له دې سره د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د استازیو د اعتراضونو له اورېدلو وروسته پرېکړه وکړه چې د ضمیمې په لېرې کولو سره، د مالي کال منځمهاله بودیجه رایاخېستلو ته وړاندې کړي چې د ۲۹ سرو کارتونو په استثنا په اکثریت رایو سره تصویب شوه.
د ولسي جرګې غړیو هم د ۱۳۹۷ مالي کال د منځمهال بودیجې په تصویب او د جرګې کاري راپور په خپرولو سره د اوړي رخصتي پیل کړه.