ولسي جرګې ته د ولسشمر محمد اشرف غني د دویم مرستیال له لوري د افغانستان د اساسي قانون د پلي کولو د څار کمېسیون له پاره د باور رایو د اخیستلو په پار شپږ نوماندان وروپېژندل شول.
د جرګې نننۍ غونډې ته د (نومبر په ۳۰مه) په ورپېژندل شویو نوماندانو کې یوه مېرمنه هم شامله ده.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش له خوا په ورپېژندل شویو نوماندانو کې مېرمن غزال عارف، ډاکټر محمد قاسم هاشمزی، عبدالله شفاهي، ډاکټر ابوبکر تقي، عبدالروف هروي او قاضي محمد عارف حافظ شامل دي.
دغه راز د سترې محکمې د عالي شورا د غړیتوب له پاره قضاوت پوه عبدالحسیب احدي د نوماند په توګه وروپېژندلو.
پر اساسي قانون د څار کمېسیون اووه غړي لري او د څلورو كلونو له پاره په دنده ګومارل كېږي.
د اساسي قانون په ۱۵۷ ماده كې ويل شوي، چې د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون غړي د دې قانون د احكامو مطابق د ولسمشر له لورې د ولسي جرګې په تاييد ګومارل كېږي.