د ولسي جرګې وکیلانو نن ورځ (چهار شنبه) په عمومي غونډه کې وویل، چې د دولتي ادارو په ګډون به ۸۰ سلنه د کابینې وزیران د پراختیايي بودیجې نه لګولو په سبب استیضاح کړي.
غونډې ته د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، هغو دولتي ادارو او وزارتونو چې له ۷۰ سلنې کمه پراختیايي بودیجه مصرف کړې باید استیضاح شي.
ابراهیمي زیاته کړه، د دې استیضاح لاملونه بې کفایتي، تنبلي، د پروژو ناسم تطبیق او د بودیجې په لګولو کې سلیقوي چلند دی، چې له مخې یې ولسي جرګې د ځینو دولتي ادارو د مسوولینو په ګډون د کابینې وزیران هم را استیضاح کوي.
دغه راز، د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د ۱۳۹۴ مالي کال د قطعیې ریپوټ چې د مرکزي تفتیش ځانګړي کمېسیون، عامه حسابونو او په قانون د څار ادارې له خوا جوړ شوی و، رد شو.
ولسي جرګه هر کال د بودیجې د قطعیې ریپوټ ردوي او په اړه یې د پلټنو کمېسیون ګوماري؛ خو تراوسه د یوه کمېسیون د کار پایلو ریپوټ نه دی خپور شوی.