په کابل ښار کې دوو ځانمرګو بریدونو د ۹ خبریالانو په ګډون ۲۹ تنه ووژل او ۴۵ تنه نور یې ټپيان کړل چې ولسي جرګې یې په اړه سخت غبرګون وښود.
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د خبریالانو او هېوادوالو وژل دردناک وبلل او ویې ویل، دا حالت به دوام وکړي خو لهدې وضیعته د وتلو په موخه باید ولسي جرګه پر یوې اغزمنې طرحې کار وکړي.
عبدالروف ابراهمي زیاتوي، روان حالت د افغان وګړیو ژوند او راتلونکی تریخ کړی او یوازې تسلیت ورکول د ملت د کور دنده نهده، بلکې دوی باید لهدې حالته د وتلو لارې چارې وسنجوي.
دغه راز د جرګې ځېنو غړیو حکومتي مسوولان د خلکو امنیت په ټینګښت کې ناکام وبلل.
د ولسي جرګې غړي غلامحسین ناصري وايي، د ملي یووالي حکومت مشران باید د خلکو بهېدلیو وینو په اړه ځواب ورکړي.
د ناصري په خبره، ولسمشر او اجرایوي رییس د خلکو پر وړاندې خپل مسوولیت نهدی ادا کړی او یوازې ګړېږي.
د نن ورځې خونړی برید داسې مهال کېږي چې دوې اوونۍ مخکې د کابل ښار په دشتبرچې سیمې کې د پېژندپاڼو د وېش پر یو مرکز د داعشیانو په برید کې ۲۰۰ تنو ملکیانو ته مرګژوبله واوښتله.