ولسي جرګه د روان وضعیت د حل له‌پاره اجرایوي مدیر ټاکي

د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ پر سر روان جنجال اتمې ورځې ته وغځېد.

د ولسي جرګې ځېنې غړي وايي چې د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ پر سر راپورته شوي جنجال د حل له‌پاره هڅه کوي چې یو څوک د اجرایوي مدیر په توګه وټاکي.

عبدالقیوم سجادی و میرویس یاسینی، دو عضو مجلس نمایندگان:

د ولسي جرګې د غړي میرویس یاسیني او عبدالقیوم سجادي په وینا، هڅه کوي سبا ته ولسي جرګه داسې څوک وټاکي چې جرګه له روان بحرانه رواباسي.

د ولسي جرګې ځېنې غړي وايي چې له اوسني وضعیته تنګ شوي دي او ژر تر ژره باید د جرګې د ریاست پر څوکۍ راپورته شوی جنجال حل شي.

د جرګې استازي زیاتوي، د ولسي جرګې د ریاست څوک ته چې ځېنې وکیلان د نوماندېدلو تمایل لري، هڅه کوي چې اور ته پکی ووهي.

خو د ولسي جرګې غړي غبدالظاهر سالنګي ـ چې د میرالرحمان رحماني پلوی دی ـ وايي، د ولسي جرګې د ریاست بحث پای رسېدلی او ښاغلی رحماني رییس دی.

د ولسي جرګې د ریاست پر سر هغه مهال جنجالونه راپورته شول چې یوه رایه دوه ځایه قلم‌خوري شوې وه او هماغې د میرالرحمان رحماني رایې له ۵۰ + ۱ نه راټيټي کړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام