ولسي جرګه د اختر تر پایه رخصت شوه

د ولسي جرګې غړيو د دې جرګې د ریاست پر څوکۍ تر لس ورځني کړکېچ وروسته، بالاخره نن د یاد کړکېچ تر حل پرته د کوچني اختر تر پایه رخصتي وکړه.

د ولسي جرګې یوشمېر غړي وايي، ځینې وکیلان عمرې یا هم خپلو ولایتونو ته ځي او همدا لامل و چې د رایو په ډېروالي سره یې د کوچني اختر تر پایه د رخصتۍ موضوع تایید کړه.

د ولسي جرګې غړي عبدالخالق او میرحیدر افضلي وايي، نن یې د رایو په ډېروالي سره پرېکړه وکړه چې د کوچني اختر تر پایه رخصتي وکړي.

خو د ولسي جرګې یوشمېر نور غړي وايي چې وکیلانو د ځینو سیاسي معاملو لپاره رخصتي کړې ده.

د دوی په وینا، که څه هم ځینو وکیلانو غوښتل چې د ولسي جرګې کار دوام وکړي، خو شمېر یې کم و او همدا لامل شو چې ولسي جرګه رخصت شي.

په همدې حال کې یو حقوق‌پوه وحید فرزه‌يي وايي، که څه هم د قانون له مخې د ولسي جرګې رخصتي ستونزه نه‌لري، خو له ټولنیز اړخه به د وکیلانو دا کار پر دوی د خلکو شته باور ته زیان ورسوي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو، دا ډول رخصتۍ بې‌ّځایه او د توجیه وړ نه‌دي.

فرزه‌يي زیاتوي، د ولسي جرګې غړیو باید په‌دې موده کې خپل اداري پلاوی بشپړ کړی وای چې په هېواد کې د قانون‌جوړونې بهیر هم ورسره ګړندی شوی وای.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام