د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د قطر د امیر اعلیحضرت شیخ تمیم بن حمدال ثاني په رسمي بلنه د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر د قطر پلازمينې دوحې ته روان شو.
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال سلام وطندار ته وویل، چې ولسمشر غني په دې سفر کې د دوحې د ۱۶مې نړېواله ناسته کې، چې د " ثبات او هوساینه د ټولو له پاره " تر نامه لاندې ده ګډون وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې غني به د قطر د امیر او د هغه لومړي وزیر سره د کتنې ترڅنګ په دغه ناسته کې وینا هم وکړي.
د دواخان مینه پال پر وینا، ولسمشر به د قطر او افغان سوداګرو سره هم لیدنه ولري.
د یادولو ده، چې محمد اشرف غني به د قطر له سفر وروسته به راتلونکي دوشنبې په ورځ (می ۲۳مه) د چابهار بندر پرانیستلو په موخه ایران ته سفر وکړي.