ولسمشر غني: د هېواد اوبه راګرځوو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه خبره نن په کابل کې د کرنې پراختیا څلورم درې ورځني کنفران ته وکړې.

ولسمشر غني د افغانستان پر پخوانیو واکمنو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې له پېړیو- پېړیو راهیسې د افغانستان پرېمانه اوبه د افغانستان له خاورې تېرېږي او په وړیا توګه نورو هېوادونو ته ځي.

ده ګاونډیو هېوادونو ته د افغانستان د اوبو وړیا تګ احمق پولي وبلله.

ښاغلي غني زیاته کړه، وروسته له دې د هغو اوبو په اړه چې له افغانستانه نورو هېوادونو ته ځي؛ د نړیوالو مشورو ته اړتیا نه شته، ځکه په خپله په دې پوهېږي، چې څنګه د افغانستان اوبو ته لومړیتوب ورکړل شي.

ولسمشر همداراز وویل، د افغانستان کرنیز پیداوار د نورو هېوادونو په نوم بهر ته لېږل کېږي او د کرنې وزارت باید هر صادراتي توکي ته طرحه ولري.

دغه راز، غونډه کې افغان ولسمشر ټینګار وکړ، چې د افغانستان اوبه باید بزګرانو ته ورنه کړل شي او پر وینا یې، هېڅوک نه شي کولی د بزګرانو ځمکې غصب کړي.

ولسمشر د تولید په برخه کې د افغانستان پر کرنیز فعالیت نیوکه وکړه او ويي ویل، چې تر اوسه زموږ کرنیز فعالیت ښه نه دی.

ولسمشر ټينګار وکړ، چې سږ کال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو ۲۱ بندونه جوړوي.

ده وویل، چې د ابو په راګرځولو سره له اوبو ګټه اخیستنه زیاتېږي او په هېواد کې د سېلابونو مخنیوی هم شونی دی.

لسمشر وايي، چې بزګران پر خپل راتلونکي ډاډ من نه دي، د بزګر زوی نه غواړي چې بزګر شي، بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه، نه دي ورکړل شوي، کښت ته پر وخت اوبه نه رسېږي ،دا ټول د منلو نه دي او باید دغه حالت ته د پای ټکی کېښودل شي.

ولسمشر غني زیاتوي، چې له خصوصي سکتور سره یې خبرې کړي دي، چې له غبرګولي میاشتې وروسته، سوداګر په ورځني ډول د کابل له هوايي ډګره ۶۰۰ ټنه تازه مېوې بهرته صادر کړي.

دغه راز، ولسمشر غني وویل، له کرنې پرته په هېواد کې ټیکاو ناشونی دی، باید دولت، خصوصي سکتور او بزګر په دې برخه کې په ګډه سره کار وکړي.

دغه درې ورځني کنفرانس ته د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر وویل، چې د راتلونکي کال له پاره په ټولو ولایتونو کې د کرنې انډولیز پرمختګ، د اړیکو مرکز له لارې وخت پر وخت بزګرانو ته د مارکېټ د بیو په اړه معلوماتو ورکول او د هوا حالاتو معلوماتو ورکول په پام کې لري.

ښاغلی ضمیر زیاتوي، چې د ناامنه سیمو بزګرانو ته یې ځېنې ویډوګانې جوړې کړي، چې کولای شي د هغو په لیدلو سره خپلو کرنیزو توکو ته وده ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام