ولسمشر محمد اشرف غني د یوې بیانيې لوستلو په ترڅ کې، چې د افغانستان د ملي راډيو ټلویزيون څخه په ژوندۍ بڼه خپرېده، د "ټوټاپ" برېښنايي پروژې د مسیر په هکله له اعتراض کوونکو وغوښتل، چې باید له احساساتو لاس واخلي او په دې اړه د خبرو اترو له پاره د حکومت دروازې ورته خلاصې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې له ترکمنستانه د ۵۰۰ میګا ولټه برېښنا واردولو پر پروژې حکومت ۶ میاشتې کار کړی او وروسته له هغه يې وروستۍ پريکړه کړې، چې باید د دغې پروژې له وروستي مهلت څخه ګټه واخیستل شي.
یاده دې وي، چې د ټوټاپ پروژې تمويلوونکي ۲۰۱۶ م ز کال د دغې پروژې د عملي کولو له پاره وروستی کال بللی دی.
همدارنګه غني وویل، چې د دغې پروژې څخه به د بامیان او دایکندي خلک بې ګټې نه پاتې کيږي او په وينا يې ښه به دا وي، چې د احساساتو پرځای مسلکي بحثونو ته رجوع وشي.
غني زیاته کړه، چې په دې اړه له ګډوډيو به د هېواد دښمنان ګټه واخلي او حکومت اوس هم په افغانستان کې متوازن پراختیا ته ژمن دی.
ولسمشر د ټوټاپ په اړه اعتراض کوونکو ته د خبرو بلنه په داسې حال کې ورکوي، چې نن دوشنبه (می ۹مه) د ټوټاپ برېښنايي پروژې په اړه سلګونو اعتراض کوونکو حکومت ته خبرداری ورکړ، چې که د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي، ارګ به کلابند کړي.
په دې ستره اعتراضیه غونډه کې د زرګونو کابل مېشتو تر څنګ په ولسي جرګې او د حکومت په څوکیو کې د دوی استازو هم ګډون کړی و.
په همدې اړه د ولسي جرګې غړو عارف رحماني، سید علي کاظمي، غلان ناصر حسیني، احمد بهزاد او د سولې عالي شورا مرستیال کریم خلیلي، د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق او د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ګډون کړی و.
د ولسي جرګې غړي عارف رحماني حکومت ته ګوټ څنډنه وکړه او ویې ویل، چې تر راتلونکو دوه اونیو پورې ارګ د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب نه وايي، ارګ به کلابند کړي.
په دې اعتراضیه غونډه کې د ولسي جرګې غړي او د اقتدار حزب مشر سید علي کاظمي وویل، چې ځېنې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ هڅه کوي، دغه بحث ته سیاسي او قومي رنګ ورکړي.
په همدې اړه د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق وویل، چې د ټولو کورنیو او بهرنیو متخصصینو له لوري د ټوټاپ برېښنا مزو د غځولو له پاره د بامیانو لار ټاکل غوره بلل شوی دی.
محقق زیاته کړه، چې د بامیانو له لارې د برېښنا مزو په اړه د لګښت او وخت موضوع یوه پلمه ده او دا د تقلب کوونکو جوړشوې پلمې دي.
نوموړي په غونډه کې وویل، چې د ولس له دوه میلیونو رایې به دفاع وکړي.
په همدې اړه د ولسي جرګې بل غړي احمد بهزاد په اعتراضه غونډه کې پر حکومت غږ وکړ، تر هغه چې د برېښنا دغه مزي د بامیانو له ولایته تېر شوي نه وي، دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.
له بل لوري د سولې عالي شورا مرستیال کریم خلیلي وویل، چې د برېښنا مزو د لارې بدلون ملي یوووالی زیانموي او زیاته یې کړه، چې د ثور میاشتې د ۱۱ پرېکړه د خلکو غوښتنه ده.
ده همدا ډول وویل، چې د دوی غوښتنې عادلانه دي.
هغه زیاته کړه، چې د بامیانو له لارې د ټوټاپ برېښنا مزو غځېدل د ۱۲ سویلي ولایتونو د برېښنا مخه نه ډب کوي.
خلیلي وویل، که د بامیانو له لارې د برېښنا دغه مزي وغځول شي د لارې په اوږدو کې به د هېواد کانونو ته، چې ملي شتنمي ده؛ برېښنا ورکړل شي.
ټوټاپ یا له ترکمنستان څخه، تاجکستان، ازبکستان، افغانستان او بیا پاکستان ته د برېښنا ليږد په اړه حکومت پريکړه کړې، چې باید مزي يې د سالنګ له لارې افغانستان ته داخل شي، خو اعتراض کوونکي بیا وايي، چې دغه مزي باید د بامیان او دایکندي له لارې وغځول شي.