ولسمشر محمداشرف غني نن د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د وروستیو ورځو سېلاب ځپلیو ته د مرستو د ویش بهیر ارزونې په موخه فراه ولایت ته تللی دی.
ولسمشر غني په دغه سفر کې د ولایت له بېلابېلو پاړکو سره پر یو لړ مسلو خبرې وکړې.
ولسمشر غني د فراه له سیمهییزو چارواکیو سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې د فراه د بخشاباد بند له جوړلو به تېر نه شي.
د فراه مرستیال والي موسی نظري سلاموطندار ته وویل، ولسمشر ډاډ ورکړی چې د بخشاباد بند تفصیلي طرحه او ډیزان بشپړ شوي دي.
نوموړی د ولسمشر له قوله زیاتوي، تر راتلونکې اوونۍ به د دغه بند د انحرافي تونلونو قرارداد د ملي تدارکاتو کمېسیون ته وسپارل شي او د جوړېدو چارې به یې هم تر تایید وروسته پیل شي.
نظري وايي، ولسمشر ورته ویلي چې په راتلونکیو درې میاشتو کې به د بخشاباد بند تونلونه پرانېزي، د فراه ولایت د امنیت ټینګښت په برخه کې هم کوټلي ګامونه واخیستل شي او دغه راز له سېلاب ځپلیو سره یې د مرستو په اړه مسوولو چارواکیو ته لارښوونې کړې دي.
ولسمشر غني د دغه ولایت له مدني فعالانو سره په لیدنه کې ویلي چې د فراه، نیمروز او هرات ولایتونه ډېر بادونه لري او له دغو بادونو نه د برېښنا د تولید په موخه یې له یوه خصوصي شرکت سره خبرې کړې او په اړه به یې لازم اقدام وشي.
فراه کې د ناامنیو ډېروالی
بهرني ځواکونه له فراه نه ووتل
فراه کې وسلهوالو د نجونو ښوونځی سوځولی
ښاغلي غني په دغه سفر کې د فراه له اوسېدونکیو سره ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د فراه برېښنا د ترکمنستان له وارداتي برېښنا تامین شي.
د کرنیزو کانالونو او شنو خونو جوړول، په بهر کې د بزګرانو محصولاتو ته بازارموندنه او د صادراتو زیاتول، له فراهیانو سره د ولسمشر غني نورې ژمنې دي.
ولسمشر له هغه وروسته فراه ته سفر کړی چې وروستیو سېلابونو په فراه ولایت کې خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.